ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار به د درېیمې ورځې لپاره هم د تګ راتګ پر مخ تړلې وي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، د دې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورې اندازه فرق کوي، په خبره یې، په شمالي سالنګ کې یو متر او د تونل په ساحه کې تر دوه مترو زیاته واوره شوې ده. حق شناس زیاته کړې، تازه په دې لاره کې ۱۶ ځایه واوره ښوېیدلې، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل له لوري د ځینو برخو او د ګالرۍ داخل د پاکولو چارې دوام لري. یاد وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتنه کړې، چې د دې لارې تر بشپړ خلاصېدو پورې دې په دې لار له سفر کولو څخه ډډه وکړي.
































