د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شفیع اعظم ویلي، د کاسا زر پروژې د برېښنا د انتقال پروژې تړون لاسلیک شوی او ډیر ژر به یې کارونه پیل شي. اعظم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د نړیوال بانک په مالي مرسته د دې پروژې د کارونو د پیل تړون پرون د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو د استازو تر منځ لاسلیک شو. نوموړي ویلي، چې د دې پروژې کارونه به د افغانستان په خاوره کې د روان کال د اپریل په میاشت کې پیل شي، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به دغه پروژه بشپړه شي. د یادونې وړ ده، چې د نړیوال بانک له لوري د ۱.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د کاسا زر دغه پروژه کې د مرکزي اسیا له دوه هېوادونو څخه برېښنا افغانستان او له دې ځایه پاکستان ته تیریږي.
































