نړیوال بانک د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې د امریکايي ډالر او یورو په ګډون د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه مخ په ټیټیدو ده. دغه بانک په یوه راپور کې ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د ملګروملتونو له خوا د ۱.۸ میلیاردو نغدو ډالرو او له بهرڅخه افغانانو له خوا افغانستان ته د حوالو له لارې د دوو میلیاردو ډالرو د انتقال له امله د امریکايي ډالر پر وړاندې افغانۍ د پام وړ ۲۷ فیصده د ارزښت زیاتوالی ترلاسه کړی وو. نړیوال بانک ویلي چې د بیې دغه زیاتوالی د سوداګرۍ په برخه کې ۳.۵ میلیاردو ډالرو کسر تاوان جبران کړ چې د اسعارو په سیمه ییز بازار کې د افغانۍ د ارزښت د پیاوړي کیدو سبب شو. په دې راپور کې ویل شوي چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د بیې لوړیدل په افغانستان کې د انفلاسیون د کمیدو د وارداتو د ارزانه کیدو او د تقاضا د کمیدو سره مرسته کړې ده. خو د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ امر محمد یوسف سلیم د تیرکال پرتله سږکال د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ د بیې د لوړیدلو خبر ورکړی دی.
































