د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د کابل ولایت په څلورو ولسوالیو په روغتیايي کلینیکونو کې د شپږ میلیونه او ۶۵۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو څلور شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو دغه شبکې د کابل ولایت د استالف، کلکان، دهسبز او فرزه ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په مالي ملاتړ شوې دي. خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغو شبکو کې د څلورو څاه ګانو کېندل او د اوبو د اوسپنې ذخیرو جوړول شامل دي.
































