د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې. د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند؛ ننګیالی سمون وايي، د دغه بند د جوړولو چارې پرون د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د محمد یعقوب کلاچې سیمه کې پېل شوې. نوموړی زیاتوي، د اوبو دغه بند ۲۵ متره اوږدوالی ۱۵ متره لوړوالی او ۴ متره پلنوالی لري چې د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.












