نن وروسته له غرمې شاوخوا ۳:۳۸ د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې په یوه رېړۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده. د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چې په یاده چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه پولیس ټپیان شوي دي. د فرامرز په خبره، پولیسو غوښتل چې په یوه رېړۍ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکې شنډ کړي چې چاودنه یې کړې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده. د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































