په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو بحث او خبرې شوې دي. نوموړي لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې سیمې دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی شي او هیله یې څرګنده کړې چې د پاکستان نوی حکومت به د یوې مثبتې پالیسۍ له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي. په دې لیدنه کې نظاماني هم څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ارزښتناکې دي او نوی حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د لهمنځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.
































