سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسمشر غني: د طالبانو پاتې بندیان به خوشي کړم

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 10, 2020
in افغانستان
0
ولسمشر غني: د طالبانو پاتې بندیان به خوشي کړم
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له میاشتو ځنډ وروسته افغان حکومت ځان بین الافغاني خبرو ته یو ګام نور هم نږدې بولي. پرون د سولې په تړاو رابلل شوې مشورتي لویې جرګې پرېکړه وکړه چې افغان حکومت باید د طالبانو پاتې زندانیان ازاد کړي او ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پيل شي. د جرګې غړو همدا راز د اوربند، د جګړو د کمېدو، رښتیني سیاسي جوړجاړي او لاس ته راوړنو پر ساتلو هم ټینګار وکړ. ولسمشر غني هم ژمنه وکړه چې زندانیان به خوشي کوي او پخواني ولسمشر بیا سوله د هر افغان هیله وبلله.

د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې په کابل کې درې ورځې دوام وکړ. په پای کې پنځوسو کمېټو 25 ماده‌ییز پرېکړه لیک صادر کړ. په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د بین الافغاني خبرو د پیل، د سولې د راتګ، جګړو د ختمېدو او روان ناورین د پای لپاره باید د طالبانو پاتې زندانیان ازاد شي. د جرګې غړو همدا راز په دغه پرېکړه‌لیک کې ویلي چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې دې وساتل شي، طالبان دې په رښتینې توګه له جګړو لاس واخلي او له افغان حکومت سره دې خبرې پيل کړي، نړیواله ټولنه دې د هوکړې ضمانت وکړي او همدا راز افغان حکومت دې هم له خپل لوري د سولې لپاره نرمښت وښيي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د پرېکړه‌لیک تر لوستلو وروسته ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې د دغو زندانیانو خوشي کول د ده له صلاحیت لوړ وو، نو دا چې د جرګې غړو پرېکړه کړې ده، دی به هم ژر تر ژره د څلور سوو پاتې طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان هم لاسلیک کړي. په دې کې هغه بندیان دي چې تر ډېره د جنایي جرمونو او حق العبد له امله په زندانونو کې پاتې دي، خو طالبان یې د خوشي کولو غوښتنه کوي. ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل: ((زه به نن هغه حکم امضا کړم چې ما په ژوند کې نه‌شو لاسلیکولی، ځکه زما تر صلاحیت لوړ و، اوس به یې ستاسو په اجماع امضا او دوی به خوشې کړم)).

ولسمشر همدا راز په خپلو څرګندونو کې وویل چې اوس د طالبانو وار دی او باید تاوتریخوالی کم کړي او سرتاسري اوربند ته غاړه کېږدي. د ولسمشر په خبره جرئت په سوله او جرئت په اوربند کې دی، نو طالبان دې د جګړو پر ځای له افغان حکومت سره په ټول هېواد کې اوربند وکړي، څو په دې حساسو شرایطو کې حکومت د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي او په ګډه د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وشي.

د دې تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د جرګې له غړو مننه وکړه چې د سولې لار یې خلاصه کړه او افغانان یې یو ګام نور هم بین الافغاني خبرو ته نږدې کړل. هغه پر طالبانو غږ وکړ چې نور دې جګړه ودروي او د خبرو له لارې دې د دایمي ثبات او سولې لپاره زمینه برابره کړي. حامد کرزي زیاته کړه چې دلته روانه جګړه پردۍ جګړه ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر او د سولې مشورتي جرګې رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم وویل چې افغانان یو ګام نور هم بین الافغاني خبرو ته نږدې شول او د سولې په لار کې یو بل خنډ هم له منځه یووړل شو. هغه هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو دریو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پيلېږي.

بلخوا طالب وسله والو بیا د حکومت له لوري د زندانیانو پر خوشي کېدو غبرګون ښودلی او د دې پرېکړې هرکلی یې کړی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي همدا چې د دوی پاتې څلور سوه بندیان خوشي شي، نو په یوه اونۍ کې به د بین الافغاني خبرو لپاره چمتو وي. تر دې وړاندې افغان حکومت بیا ویلي وو چې د زندانیانو تر خوشي کېدو درې ورځې وروسته به له طالبانو سره مخامخ خبرې پيلېږي.

Tags: Top
Previous Post

له دندې سره مو مینه ولرئ

Next Post

جرګې؛ بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړه؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د جرګې ځینې پرېکړې چې خنډونه جوړولی شي

جرګې؛ بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړه؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د استرالیا لومړی وزیر: د کرونا واکسین به په جبري توګه تطبیقېږي

د استرالیا لومړی وزیر: د کرونا واکسین به په جبري توګه تطبیقېږي

اگست 19, 2020
له پاکستانه ۲۹۵ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

له پاکستانه ۲۹۵ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

جنوري 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved