له تېرې شپې راهيسې پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له پاکستاني لوري سره د سرپرست حکومت د پوله ساتو ځواکونو نښتې درېدلې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې جګړه، د پاکستاني لوري او قومي مشرانو په منځګړيتوب درېدلې خو په نورو ولايتونو کې د جګړې درېدلو لامل لا ندی روښانه. خو ویل کېږي، چې د سرپرست حکومت ځواکونه لا هم د تيار سۍ په حالت کې دي.
































