الماني رسنۍ وايي، دافغان کډوالو یوه بله ډله د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه د المان برلېن ښار ته ورسېده. د المان د کډوالو ادارې ویلي، چې دا کسان د هغه پروګرام له مخې دغه هېواد ته لېږدول شوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ و. د دې ادارې چارواکو له جرمن خبري اژانس سره مرکه کې د دې افغانانو کره شمېر نه دی ښودلی. د المان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا کسان د هغه پروګرام له مخې منل شوي چې په افغانستان کې د ځانګړو زیانګالو کسانو د خوندیتوب لپاره پیل شوی دی.
































