د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال په دې ولایت کې له ۱۱زرو ټنو څخه زیاته پنبه تولید شوې او د نورو کلونو په پرتله یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د کرنې ریاست وايي، چې د پنبې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو وېش او هغوی ته د لازمو مشورو ورکول وو. د پنبې محصولاتو له زیاتوالي سره سم کندوز کې دې محصولاتو ته مناسب بازار برابر شوی دی. د دې محصول د اصلي غوښتونکي په توګه د کندوز سپین زر دولتي شرکت لږ تر لږه دوه زره مټریک ټنه پنبه په مناسبه بیه له کروندګرو څخه پېرلي او پروسس کړي دي.
































