د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د نوي حکومت له پرېکړې اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د افغان کډوالو اېستل دې ژر تر ژره ودروي. د بښنې نړۍوال سازمان د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، د پاکستان د نوي حکومت پرېکړه د هغو کډوالو لپاره ګرانه تمامېږي چې د تېرو دوو کالو په ترڅ کې په دغه هېواد کې پناه اخیستې. د دغه راپور له مخې، لا هم افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو لهخوا په خپلسرې توګه نیول کېږي او له ځورولو ربړولو وروسته له دغه هېواده شړل کېږي. دغه سازمان ویلي، چې افغان کډوال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارو ته د تګ او هلته د ثبتولو په کار کې لا هم له ستونزو سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت پولیسو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو دې پیل کړي.
































