د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له پولې ۱۷۱۹ افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي دي. دغه وزارت ويلي، یو شمېر دغه کډوال په خپله خوښه او یو شمېر نور یې په جبري ډول راستانه شوي.د کډوالو چارو وزارت په خبره، له ایرانه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د خپلوانو د موندلو په موخه په هرات ولایت کې د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي دي. کډوالو وزارت وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پېژندلي دي.







