د پکتیا ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۹۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه پروژې د مرکز ګردېز ښار اړوند درېیمې او څلورمې ناحیو کې پیل شوي چې د یوه کانال او استنادي دیوال رغول پهکې شامل دي. یادې پروژې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې چې د یاد ولایت یوشمېر چارواکو هم پهکې ګډون کړی وو. د ګردېز ښاروالۍ د مسوولینو په خبره په دې پروژو کې به د ښار درېیمې ناحیې اړوند کوچي بازار کې د (۴۸۰۰۰) امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۷۰ متره په اوږدوالي د استنادي دیوال او يوه لوی پلچک جوړ شي او دغه راز په څلورمه ناحیه کې به د ۴۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت بیا یو کانال هم ورغول شي.








