د بښنې نړیوال سازمان په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې پاکستان باید د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د نړیوالو غوښتنې له پامه و نه غورځوي. دغه سازمان له کوچني اختر وروسته په ناقانونه توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده.په بښنې نړۍوال سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو مسوول جېمز وایي، د دې پر ځای چې د پاکستان حکومت د دغې لړۍ د درولو لپاره پرله پسې نړیوالو غوښتنو ته غوږ ونه نیوو؛ اوس یې د اېسيسي کارټ لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ هم پیل کړې ده. هغه زیاته کړې، د پاکستان د بې اسناده بهرنیانو د ستنولو پلان د کډوالو او د بشري حقونو د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او د ټولو افغان کډوالو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.
































