د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له زندانونو ۱۶ افغان بندیان خوشې شول. د دغه وزارت په وینا، دغه ۱۶ بندیان د پېښور له زندانونو خوشې شوي چې وړمه ورځ هېواد ته راستانه شول. د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، دغه خوشې شوي کسان د اسنادو نه لرلو په جرم له یوې میاشتې نیولې تر دوه نیمو کالو بند وروسته خوشې شوي دي. د دغه امریت په وینا، دغه بندیان تر خوشې کېدو وروسته له تورخم لارې افغانستان ته ستانه راستانه شول او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
































