د زابل د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ ریاست وايي، په پلان کې لري، چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي شبکو ۲۴ نوي سایټونه فعاله کړي، تر څو اوسېدونکي یې د مخابراتي شبکو له خدماتو څخه برخمن شي. د دې ریاست رییس وايي، چې دمګړۍ به زابل کې د پنځو مخابراتي شبکو ۶۶ سایټونه فعاله دي. پر همدې مهال د دې ولایت اوسېدونکي وايي، چې په اوسني عصر کې په تجارتي او ټولنیز ژوند کې د ټلیفوني او انټرنیټي خدماتو ته ډيره اړتیا ده او د خلکو په ژوند کې یې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.
































