د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې د اوبو د تصفیې شاوخوا ۴۰۰ خصوصي شرکتونو له دغه وزارته د فعالیت جوازونه اخیستي دي. د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، یادو شرکتونو ته فعالیت جوازونه د یوې مشخصې کړنلارې لمخې ورکړل شوي دي. ورته مهال، د پلازمېنې اوسېدونکي بیا د اوبو د تصفیې ځینو شرکتونو د اوبو له کم کیفیته شکایت کوي. دوی په دغه برخه کې د سرپرست حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي وو چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.








