د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو څخه د زیانمنو شویو کسانو لپاره بشري مرستې په لاره دي او تراوسه د خوړو، سرپناه او روغتیا په برخه کې نږدې ۱۵ زرو کسانو سره مرستې شوي، خو سېلاب ځپلي ډیرو نورو مرستو ته اړتیا لري. اوچا پرون په یو راپور کې ویلي تراوسه ۱۰ زرو کسانو ته خواړه اود کرنې په برخه کې په نغدي ډول مرسته برابره شوي، دوه زره او ۵۰۰ کسانو سره د سرپناه، تشنابونو اود پخلي د لوښو او هم لږ ترلږه ۵۰۰ کسانو ته د حفظ الصحې په برخه کې مرستې برابرې شوي دي. اوچا ویلي چې تراوسه په دغو سیلابونو کې د ۱۸۰ کسانو مړینه او د ۲۸۰ تنو نورو ټپي کیدل تایید شوي دي.








