د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د بغلان ولایت په مقام کې د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له استازو سره کتلي او سرپرست حکومت سره په همغږۍ یې دغه ولایت کې له سېلاب ځپلو سره د بشري او پراختیایي مرستو د چټکتیا غوښتنه کړې ده. اقتصادي مرستیال په دغه کتنه کې ویلي، دغو سېلابونو کې د استوګنیزو کورنو سربېره ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او دغه راز ۶۰ کیلومټره سړک ویجاړ شوی چې په خبره یې، بیارغونې ته اړتیا لري.








