د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف ویلي، چې د دغه سازمان روغتیايي ټیمونو د افغانستان په سېلاب ځپلو ولایتونو کې له ۱۱ زرو او ۴۰۰ څخه زیاتو خلکو ته روغتیایي مرستې رسولې دي. یونېسف ویلي؛ په هغو کسانو کې چې درملنه یې شوې ۴۸ سلنه ماشومان دي. د ملګرو ملتونو اړوند دغه مرستندویه سازمان فوربز مجلې ته چې پرون خپره شوې ویلي، چې د دوی د تغذیې او روغتیا ګرځنده ټیمونه په سېلاب ځپلو سیمو او په خیمو کې میندو او ماشومانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق زیاته کړې، چې د اوبو د ټانکرونو په مرسته یې تر ۲۲ زرو زیاتو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه رسولې دي. دغه بنسټ د نورو مرستندویه موسسو سره یوځای د خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو سره مرسته او درملنه یې کوي. د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویه ادارې ویلي چې دوی ۲۳دولتي ښوونځیو ته د درسي خونو د کارولو لپاره خیمې او درسي مواد استولي دي.
































