د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په پروان ولایت کې پر ۵۰۰ صنعتکارو مېرمنو د ګنډلو ماشینونه او د خیاطۍ توکي ووېشل شول. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو توکو کې د ګنډلو ماشینونه، زیکزاک، اوورلاک، میز، اوتو، یخچال او د ګنډلو نور اړین توکي شامل دي. د خبرپاڼې له مخې؛ یاده اندازه توکي په پروان ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له خوا د ایویک انسټیټیوټ په مالي همکارۍ پر صنعتکارو او متشبثو مېرمنو وېشل شوي دي. خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې له دغو متشبثو مېرمنو سره تر هغه وروسته مرسته وشوه، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ۶ ولسوالیو کې د ۵۰۰ ښځینه صنعتکارانو او متشبثینو جوازونه او د کار معیارونه و ارزول شول. دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د هېواد په شلو ولایتونو کې د ښځو د سوداګرۍ خونې فعالې دي؛ څو د ښځینه سوداګرو لاسنیوی وکړي.
































