د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خپل کلني راپور کې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واکمنۍ او د کوکنارو د کښت له بندیز سره په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲کال په پرتله د نشه يي توکو په کښت او د تریاکو په تولید کې۹۵ سلنه کموالی راغلی. د دغه بنسټ په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د نشه يي توکو د کښت له کمېدو سره په افغانستان کې د غنمو د کښت کچه لوړه شوې او دا د دغه هېواد د کروندګرو لپاره د کوکنارو بدیل ګرځېدلی دی.
































