د پنجشېر ولایتي مسوولینو د یاد ولایت مرکز اړوند په بادقول بازرک سیمه کې ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا د برابرېدو خبر ورکړی دی. د پنجشېر د برېښنا رییس انجنیر شعیب نظري ویلي، چې یاده شبکه د ۱۶۰ کیلو ولټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې یو میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی چې له امله یې ۲۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده. هېره دې نه وي، چې د سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او د ورته نورو پروژو غوښتنه کوي.
































