چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

ابو نصر د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2020
in پوهنتون
0
ابو نصر د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ابو نصر د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۴ کال کې په فراه ولایت کې د دوو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو او ښوونې او روزنې) په درلودلو سره اېښودل شوې ده. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس ښاغلی عبدالصمد وزیري وایي، موسسه یې له لوړو زده کړو وزارت سره ثبت ده او د دغه وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. د ابو نصر د لوړو زده کړو موسسه اوس هم همدا دوه پوهنځي لري، چې د ښوونې او روزنې پوهنځی یې پنځه ډېپارټمنټونه (پښتو ادبیات، انګلیسي ادبیات، بیولوژي، کیمیا او ریاضي) لري او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې بیا دوه ډېپارټمنټونه ( قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) لري.

ښاغلی وزیري وایي، له فعالیت سره سم يې په فراه ولایت کې د مشرانو او ځوانانو لخوا تود هرکلی شوی او د محصلینو زیاته برخه یې ښځینه دي. دی وایي، اوسمهال د ۳۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري، چې ۱۳۷ یې ښځینه محصلینې دي. نوموړی وایي، همدا اوس له سلو زیاتې نجونې د دې موسسې په حقوقو پوهنځي کې په لوړو زده کړو بوختې دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

تر اوسه ۴۱۴ تنه له ابو نصر د لوړو زده کړو موسسې څخه فارغ شوي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. ښاغلی عبدالصمد وزیري وایي، چې په فارغ شویو محصلینو کې یې ښځینه او نارینه محصلین دواړه شامل وو، چې خپله په فراه ولایت او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي. دی وایي، هڅه یې کړې ده چې پر کارپوه او مسلکي کسان وروزي، څو ټولنې ته په ښه ډول خدمت وکړای شي.

عبدالصمد وزیري وایي چې په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، په پسرلي او مني کې چې په هره کانکور ازموینه کې د ۱۳۰ په شاوخوا کې محصلین جذبوي. دی وایي، که امنیتي او اقتصادي شرایط سم وي، نو په هغه کال یې د نویو محصلینو د جذب کچه هم لوړه وي، خو دوی هڅه کوي چې له محصلینو څخه مناسب فیسونه واخلي، څو د فراه ولایت ټول هغه ځوانان لوړو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي، چې دولتي پوهنتونونه ته نه دي بریالي شوي او په خصوصي پوهنتونونو کې د فیسونو د لوړوالي له کبله لوړې زده کړې نه شي کولای.

په ابو نصر د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۴۰ مسلکي استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې ښځینه استادانې هم پکې شاملې دي. ښاغلی وزیري وایي، د دوی هڅه دا ده چې مسلکي او تجربه لرونکي استادان پر دندو وګوماري، څو مسلکي او پر کارپوه محصلین وروزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي. دی وایي، استادان یې د ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د وزیري په خبره، هغه استادان یې چې د لېسانس تر کچې پورې هم لوړې زده کړې لري، ډېر با تجربه او په خپل مسلک کې رسېدلي دي. وزیري وایي، هڅه یې دا ده چې په راتلونکي کې یې ټول استادان د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري.

د ابو نصر د لوړو زده کړو موسسې اداره د محصلینو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري، چې لومړیتوب یې د شهیدانو، معلولینو او د امنیتي ځواکونو ورثه‌وو او د کورنۍ غړو ته ورکړی دی. ښاغلی وزیري وایي چې همدا اوس ۷ کسان له دوی سره په یادو دوو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي. دغه راز درې معلولین هم له دوی سره په وړیا ډول زده کړې کوي او د ځینو نورو لپاره یې مناسب تخفیف په پام کې نیولی دی. د دې تر څنګ، د لوړو زده کړو دغه موسسه یوه ځانګړې کمېټه لري چې محصلین ارزیابي کوي او هغه محصلین چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، د موسسې د ادارې لخوا ورته مناسب تخفیف ورکول کېږي، څو دغه کسان هم له زده کړو پاتې نه شي او لوړې زده کړې وکړي. د لوړو زده کړو دې موسسې ته یوازې له غرمې وروسته محصلین د زده کړو لپاره ورځي.

په ابو نصر د لوړو زده کړو موسسه کې د محصلینو لپاره مجهز کتابتون او لابراتوار په پام کې نیول شوي دي. ښاغلی عبدالصمد وزیري وایي چې په کتابتون کې یې د پوهنځیو اړوند او نور بېلابېل پنځه زره کتابونه ځای پر ځای کړي دي. دی وایي، محصلین او استادان یې کولای شي چې وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي او مطالعه پکې وکړي. د وزیري په خبره، د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلینو لپاره یې په ټولو اړینو وسایلو سمبال یو لابراتوار هم چمتو کړی دی، څو محصلین وکولای شي د نظري زده کړو تر څنګ، په عملي ډول هم زده کړې وکړي. د کتابتون او لابراتوار تر څنګ یې محصلینو ته کمپیوټر لب هم چمتو کړی، چې پر انټرنېټ سمبال دی. دی وایي، محصلین کولای شي د کمپیوټر د زده کړې تر څنګ له انټرنېټ هم په وړیا ډول ګټه واخلي.

ابو نصر د لوړو زده کړو موسسې اداره تر اوسه پورې له هېواده بهر له کوم پوهنتون سره علمي اړیکې او یا هم د علمي اړیکو کومه هوکړه نه لري، خو هڅه یې دا ده چې په راتلونکې کې له هېواده بهر له ځینو پوهنتونونو سره ځینې هوکړې ولري. خو په کور د ننه خپله په فراه ولایت کې له دولتي او یوه خصوصي پوهنتون او د هېواد په نورو ولایتونو کې له ټولو پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري او وخت ناوخت د دې پوهنتونونو له تجربو ګټه اخلي او تر څنګ یې خپلې تجربې او ستونزې هم ورسره شریکوي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې ادارې تر اوسه پورې فارغ شویو محصلینو ته هغه ډیپلومونه نه دي ورکړي، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ویشل کېږي، خو د پوهنتون د ادارې او لوړو زده کړو وزارت تایید شوې تصدیق نامې یې ورکړې دي، چې محصلین یې کولای شي په کومه اداره کې ور باندې دنده واخلي او یا هم په بهر کې ور باندې نورې لوړې زده کړې وکړي.

د کتابتون، لابراتوار او کمپیوټر لب تر څنګ ابو نصر د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره یوه مجله لري، چې د کال په هر فصل کې د محصلینو مقالې پکې چاپېږي. د دې تر څنګ د لوړو زده کړو دغه موسسه یو څېړنیز مرکز هم لري، چې محصلین په بېلابېلو برخو کې څېړنې کوي او د خپلو څېړنو پایلې بیا د کنفرانسونو په بڼه له محصلینو او استادانو سره شریکوي او په مجله کې چاپېږي.

د نویو پوهنځیو اېجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع او د ماسټرۍ پروګرام پیلول د ابو نصر د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي.

ښاغلی وزیري وایي چې اوسمهال له کومې خاصې ستونزې سره نه دي مخ او نه هم د لوړو زده کړو وزارت څخه کومه ځانګړې غوښتنه لري. دی وایي، د وزارت لخوا یې ستونزو ته په وخت رسیده‌ګي کېږي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

څنګه هره ورځ سپما وکړو؟

Next Post

کابل ښار د طالبانو او وسله والو غلو د ټوپک تر شپېلۍ لاندې دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
کابل ښار د طالبانو او وسله والو غلو د ټوپک تر شپېلۍ لاندې دی

کابل ښار د طالبانو او وسله والو غلو د ټوپک تر شپېلۍ لاندې دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سوریه د عرب لیګ له لويې کورنۍ سره بېرته یوځای شوه

سوریه د عرب لیګ له لويې کورنۍ سره بېرته یوځای شوه

مې 9, 2023
د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لا هم هلمند کې جګړه روانه ده

د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لا هم هلمند کې جګړه روانه ده

اکتوبر 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved