اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد د ۴۶۸ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اروپايي ټولنې د کوواکس پروګرام له لارې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو په ارزښت د ۴۶۸ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده. اروپايي ټولنې ویلي چې دوی غواړي په دې توګه په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې افغانستان تر دې وړاندې د چین او هند مرسته شوي واکسین هم ترلاسه کړي دي. ددې تر څنګ نورو بنسټونو هم له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین د مرستې ژمنې کړې دي.











