چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ارګ د مذاکراتي پلاوي پنځه غړي کابل ته رابللي دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 10, 2021
in افغانستان
0
ارګ د مذاکراتي پلاوي پنځه غړي کابل ته رابللي دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دوحه کې د مذاکراتو له درېدو سره هممهاله ویل کېږي چې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ځینې غړي کابل ته راغلي دي. باوري سرچینې ویلي چې په راغلو غړو کې ځینې یې په جبري توګه رابلل شوي او ځینې یې بیا د ارګ له لوري را غوښتل شوي دي. له دې سره هممهاله به کور د ننه وضعیت ترینګلی دی. هدفي بریدونه ډېر شوي او دواړه خواوې یو بل ته د شدیدو جګړو خبرداری ورکوي. د ملي مصالحې عالي شورا بیا له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره بېرته د خبرو مېز ته ستانه شي.

په وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکي افغان حکومت ښایي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټاکل شوي پلاوي ځینې غړي کابل ته راوغواړي. اوس تازه د دغه پلاوي ځینې غړي کابل ته راغلي دي. سره له دې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغو کسانو راتګ تاییدوي، خو دا نه وایي چې دوی ګواکي د حکومت په غوښتنه راغلي دي. یوې باوري سرچینې ویلي چې په یوه تازه اقدام کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت پنځه غړي کابل ته رابلل شوي دي. په دې کسانو کې امین احمدي، رسول طالب، کلیم الله نقیبي، متین بیک او حبیبه سرابي شامل دي. سرچینې ویلي چې له دې ډلې د امین احمدي راتګ جبري ګڼل شوی؛ ځکه هغه په یوه غږي پیغام کې د موقت حکومت مسئله له رسنیو سره شریکه کړې وه. سرچینه وايي: «له دې ډلې دا نور ارګ ښايي رابللي وي، خو د امین احمدي راتګ اجباري و؛ ځکه هغه په یوه غږيز پیغام کې د موقت حکومت له جوړېدو او په دې تړاو احتمالي مسایل له رسنیو سره شریک کړي وو».

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د یادو کسانو راتګ مني، خو په دې اړه نور جزیات نه ورکوي. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، چې د افغان مذاکراتي پلاوي راتګ یوه عادي مسئله ده او د پلاوي غړي تګ راتګ کولی شي. سرچینه بیا وایي، د مذاکراتي پلاوي په اړه پرېکړه کول او یا د دوی رابلل د ملي مصالحې عالي شورا صلاحیت دی، خو اوس دغه کسان ولسمشرۍ ماڼۍ رابللي دي. د سرچینې په خبره: «د ملي مصالحې عالي شورا د بین الافغاني مذاکراتو پلاوي رابللی شي، خو اوس دا کسان ارګ رابللي دي».

د بین الافغاني مذاکراتو پلاوی داسې مهال کابل ته راځي، چې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ دي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې طالبانو بېخي د مذاکراتو مېز پرې اېښي دی او خبرو ته نه حاضرېږي. د ده په خبره، سره له دې چې طالبانو په رسمي توګه د مذاکراتو ځنډېدل نه دي منلي، خو ډېره موده کېږي چې ان د تماس ډلو ترمنځ هم ناسته نه ده شوې. د ده په خبره، طالبان په دې توګه مذاکرات ځنډوي او د سولې لپاره د افغانانو هیلې له منځه وړي. عبدالله زیاته کړې: «طالبان د مذاکراتو له مېز په شا شوي دي. دوی په بین الافغاني خبرو کې د ځنډ لامل دي. زموږ پلاوی له بشپړ صلاحیت سره په دوحه کې دی او طالبانو ته په کار ده چې بېرته خبرو ته را ستانه شي».

ډاکتر عبدالله عبدالله همدا راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په بین الافغاني خبرو کې همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه جګړه پای ته ورسوي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او طالبانو ته په کار ده چې دا مهم فرصت ضایع نه کړي.

له دې سره جوخت د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینت مک کینزي هم ویلي چې امریکايي حکومت په ډيپلوماتیکه او نظامي توګه په افغانستان کې اوسنی وضعیت ارزوي او همدا راز هڅه کوي دا واضح کړي چې طالبانو پر ژمنو عمل کړی دی کنه. هغه ویلي شواهد ښيي چې طالبانو خپل بریدونه او هدفي وژنې ډېرې کړې دي او دا د منلو وړ نه دي.

Tags: Top
Previous Post

څنګه کولای شی یو عالي همکار و اوسئ؟

Next Post

ایا حکومت پنځمه حوزه له واکه بهر ګڼلې ده!؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د بیا پیل شونتیا

ایا حکومت پنځمه حوزه له واکه بهر ګڼلې ده!؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستانی سناتور: پاکستان ښایي له نړیوالو بندیزونو او انزوا سره مخ شي

پاکستانی سناتور: پاکستان ښایي له نړیوالو بندیزونو او انزوا سره مخ شي

اگست 9, 2021
دفاع وزارت: افغان ځواکونو؛ د ملکیانو په ګډون ۴۳ سرتېري د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي

دفاع وزارت: افغان ځواکونو؛ د ملکیانو په ګډون ۴۳ سرتېري د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي

اکتوبر 10, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved