چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره لویه استخباراتي ناکامي ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2020
in افغانستان
0
امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره لویه استخباراتي ناکامي ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د وحشتونو او خونړیو بریدونو او پېښو په دوام وسله والو ترهګرو تېره ورځ په کابل پوهنتون کې خونړی برید وکړ. کابل پوهنتون د هېواد په کچه ستر علمي او اکاډمیک مرکز دی چې تر ډېره یې امنیتي تدابیر هم سخت دي، خو بیا هم وسله وال بریالي کېږي چې دغه مرکز ته د ننه شي او د پرونۍ خونړۍ پېښې سبب شي. افغان چارواکو بیا هم د تېر په څېر دغه پېښه وغندله او هغه یې وحشتناک عمل وباله. د ولسمشر لومړي مرستیال بیا وویل چې دغه پېښه په استخباراتي برخه کې د ښکاره کمزورۍ او ضعف په مانا ده.

پرون له غرمې مخکې په کابل پوهنتون کې زرګونه محصلین یوې چاودنې ووېرول. د پوهنتون ادارې له دوو دروازو محصلینو ته د وتلو امر وکړ او په لومړي سر کې داسې فکر کېده چې ښایي وړه پېښه وي او چاته تلفات وا نه وړي، زرګونه محصلین له دروازو او دېوالونو په تېښته بریالي شول، خو وروسته معلومه شوه چې وسله والو ګڼ محصلین د کابل پوهنتون په ستاژ مرکز کې برمته کړي دي. عیني شاهدان وایي چې وسله وال درې کسه وو، د یاد مرکز د شا لخوا چې دا لار د کابل پوهنتون له لیلیې سره وصلېږي، دغه مرکز ته راځي او دهلېز ته له ننوتو سره سم پر هر مخ کېدونکي کس ډزې کوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

دوی څو ساعته په دغه مرکز کې وژل او ډزې کوي، تر دې چې ساعتونه وروسته ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېږي او د دوی پر ضد عملیات پيلوي. مازیګر مهال عملیات پای ته رسېږي او کورنیو چارو وزارت وایي چې د وسله والو په وژل کېدو سره دغه برید پای ته رسېدلی دی، دوی هم د وسله والو شمېر درې کسه ښودلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین شاوخوا پنځه بجې په یوه خپاره کړي پیغام کې وویل: ((پر کابل پوهنتون د ترهګرو وحشتناک برید د دریو وسله والو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد، ۱۹ کسه شهیدان دي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي)). ځینو نورو سرچینو بیا رسنیو ته د مړو او ټپیان شمېر تر دې هم لوړ ښودلی دی. په دې ډله کې ټول تنکي ځوانان محصلین او د یاد مرکز خدمه شامله ده.

وسله والو طالبانو تر برید نیم ساعت وروسته په یوه پیغام کې وویل چې پر کابل پوهنتون په وروستي برید کې لاس نه لري، خو بلې کومې ډلې تر اوسه د برید مسوولیت نه دی منلی. ولسمشر غني د تل په څېر برید غندلی دی او په دې خبره یې ځان خلاص کړی چې ګواکې ترهګرو په هلمند کې ماتې خوړلې او په کابل کې د خپلې ماتې غچ اخلي.

د ولسمشر لومړي مرستیال بیا د لومړي ځل لپاره په دې اقرار کړی دی چې د افغان حکومت استخباراتي اداره او معلومات کمزوري دي. نوموړي دغه برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده دا د طالبانو او د هغه د فکري لارویانو د فکر او جوړښت ویجاړي او وحشت ښيي. هغه وايي: ((پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي او انساني فاجعه ده. دا برید د طالبانو او د هغو د فکري لارویانو د وجدان مرداري ښيي، دا حمله نن او بل هېڅ وخت هېڅ ډول توجیه نه لري)).

امرالله صالح داسې مهال په حکومت کې د ناکامۍ خبره کوي چې له څو اونیو راهیسې د کابل د امنیت مسوول دی او هره ورځ د خپلو نوو پرېکړو په اړه معلومات خپروي چې تر ډېره د امنیت په ځای د ښار پر پاکولو او ترافیکي مسایلو راڅرخي.

نړیوالو هم پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې وحشیانه عمل بللی دی. ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، ناټو او د بشري حقونو کمېسیون هم د دې برید د غندنې تر څنګ له ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي بندېدو او اوربند غوښتنه کړې ده.

په کابل پوهنتون کې داسې مهال وحشتناک او بې مخینې برید کېږي چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده او تمه دا وه چې دا هوکړه به دلته د ځوانانو او ملکي وګړو د وژنې بهیر ختم کړي، خو اوس له دې بریدونو او خونړیو جګړو سره د سولې له هوکړې خلک ناهیلي شوي دي. د ولسي جرګې غړو تېره ورځ په عمومي غونډه کې د سولې پروسه د امریکا له لوري د افغانانو او نړیوالو د تېر ایستنې لوبه وبلله او په خبره یې خلیلزاد د یوه ماهر لوبغاړي په توګه پر روان وحشت  پټه خوله دی خو یوازې د ټرمپ د بریا لپاره یې زرګونه افغانان د کمپاین او خونړیو پېښو قرباني کړل.

Tags: Top
Previous Post

که د افغان سولې خبرې ناکامې شي؛ بیا؟

Next Post

کرنې وزارت: روان کال د ۲۳۳جرېبه قوریو په جوړولو سره یو میلیون او ۹۶ زره نیالګي تولید شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې وزارت: روان کال د ۲۳۳جرېبه قوریو په جوړولو سره یو میلیون او ۹۶ زره نیالګي تولید شوي

کرنې وزارت: روان کال د ۲۳۳جرېبه قوریو په جوړولو سره یو میلیون او ۹۶ زره نیالګي تولید شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اسرائیلو په هوایي برید کې ۵ سوریايي سر تیري وژل شوي

د اسرائیلو په هوایي برید کې ۵ سوریايي سر تیري وژل شوي

سپتمبر 17, 2022
د ا.ا مشر: د هېواد ټول قاضيان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي

د ا.ا مشر: د هېواد ټول قاضيان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي

نوومبر 27, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved