چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امریکا د خپلو ځواکونو د حضور دوام ته لاره جوړوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 1, 2021
in تبصرې
0
اشرف‌غني باید قرباني ورکړي؛ خو مشروطه او تضمین شوې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا نوي حکومت د خپل کار له پیل سره سم وویل چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه به له سره ارزوي. که څه امریکايي چارواکو ویلي چې دا هوکړه به عملي کوي، خو له خبرو یې ښکاري چې دوی د طالبانو له اړخه د دې هوکړې پر عملي کېدو ډاډه نه دي. تر اوسه پورې داسې ښکاري چې د امریکا له خوا د هوکړې د ارزونې پایله همدا ده یا ارزونه د همدې لپاره وه چې طالبانو هوکړه په ښه ډول نه ده عملي کړې. د تاوتریخوالي دوام او له القاعدې سره اړیکې هغه مسایل دي چې امریکا وايي، طالبانو پرې هوکړه نقض کړې ده.

نو امریکا د دغو خبرو په کولو سره له طالبانو څه غواړي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

طالبان وايي چې دوی هوکړه عملي کړې او امریکا یې هم باید عملي کړي، خو د امریکا له خوا د هوکړې پر نقض د طالبانو تورنول دا پيغام ورکوي چې ګواکي دوی هم حق لري چې دا هوکړه نقض کړي. اوس خبره د هوکړه د یو مخ لغوه کېدو نه ده، ځکه چې دا چاره نه امریکا غواړي او نه یې هم په ګټه ده، خو دوی غواړي له خپله اړخه د هوکړې یو لوی نقض ته لاره هواره کړي. داسې ښکاري چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور وغځوي او د دې لپاره په لارو چارو او پلمو پسې ګرځي. د طالبانو او امریکا د هوکړې پر اساس په راتلونکو دریو میاشتو کې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. اوس په امریکايي دریځونو کې محسوسېږي چې دوی غواړي د خپلو ځواکونو حضور وځنډوي. همداسې یو رپوټ رویټرز هم د یوه امریکايي چارواکي په حواله خپور کړی دی. امریکايي چارواکي به استدلال کوي چې د ځواکونو وتل مشروط وو او  شرط د طالبانو له خوا د هوکړې عملي کول و، چې پکې د تاوتریخوالي کموالی او له القاعده سره د اړیکو پرې کول هم شامل دي. اوس به امریکايي چارواکي پر همدې استناد وکړي، پلمه به جوړه کړي او د خپلو ځواکونو پاتې کېدو ته به لاره پرانیزي. دا چې پرون د اروپايي اتحادیې، امریکا، برېټانیا او ځینو نورو هېوادونو له خوا په ګډه اعلامیه کې پر طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتولو، هدفي وژنو او نورو ناوړه کړنو تورونه لګول شوي، دا هم د همدې هڅې یوه برخه ده چې امریکا غواړي پر طالبانو فشار راولي، څو د سولې هوکړه نقض کړي او  د خپلو ځواکونو حضور تر څو نورو میاشتو هم وساتي.

له بده مرغه په دې هر څه کې هغه سوله هېره شوې چې افغانان یې غواړي. طالبانو فکر کاوه چې امریکا به ورسره کړې ژمنې عملي کوي، دوی له همدې سره جګړه هم روانه وساتله، ښارونو ته سختې وژونکې څپې را ورسېدې. حکومت بیا د واک د دوام لپاره د سولې مخالفت ته زور ورکړ. د دې ټولو پایله همدا یوه وه، چې د افغانستان خلکو ته یې زیان واړاوه. که لوبه همداسې روانه وي، هغه سوله نشته چې خلک یې غواړي، جګړه به دوام کوي، حکومتي چارواکي به د خپلې واکمنۍ دوام ته کار کوي، امریکا به د خپل حضور او نورو ګټو په هڅه کې وي، طالبان به په زور او جګړه ټینګار کوي او قرباني به یوازې د افغانستان مظلوم خلک وي.

Previous Post

‎کرنې وزارت: روان کال په هېواد کې د چرګانو د روزنې ۱۹سوه فارمونه فعال شوي

Next Post

فاطمیون؛ ایراني پلوه افغاني ملېشې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
فاطمیون؛ ایراني پلوه افغاني ملېشې

فاطمیون؛ ایراني پلوه افغاني ملېشې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیا کې د۵۶  میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

پکتیا کې د۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

جولای 27, 2023
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې غونډه به ژر پرانيستل شي

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې غونډه به ژر پرانيستل شي

مارچ 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved