د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکو د افغانستان په اړه د ګډې تګلارې پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. په همدې تړاو پرون د قراقستان په الماتا ښار کې يوه غونډه جوړه شوې وه. د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن چې غونډه کې يې ګډون کړی و، وايي چې ګډونوالو د افغانستان د وضعيت او په اړه يې د واحدې تګلارې د رامنځته کيدو په اړه بحثونه وکړل. ويل کيږي چې په غونډه کې د منځنۍ اسيا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې ترهي هکالا، په نړيوالو همکاريو کې د قزاقستان د ولسمشر استازي ايرزان غازي خان او د ترکمنستان، ازبکستان او قرغيزستان چارواکو ګډون کړی و. نيکلاسن پر خپل ټويټر ليکلي، د الماتا غونډې ګډونوالو په ګډه سره افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر پرانيستل کيدو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې افغان مېرمنې بايد د کار او ټولنيزو فعاليتونو کې د ونډې اخيستلو ازادي ولري. د نيکلاسن په خبره چې د غونډې ګډونوالو افغانستان کې پر اقتصادي وضعيت هم خبرې کړې دي او ټولو په يوه خوله د ستونزو د حل لپاره د مشترکو هڅو ژمنه کړې ده.












