سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

بریا؛ د ښارونو د ویجاړۍ او تباهۍ په بیه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
in تبصرې
0
غربي تبلیغات تر جګړې ډېر خطرناک دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لا هم د شاوخوا لسو ولایتونو په مرکزونو کې جګړه روانه ده، ځینې ښارونه د طالبانو لاس ته لوېدلي، په ځینو کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده. ښارونه هم د ځمکې او هم د هوا له لارې تر اور  لاندې دي. د خلکو کورونه نړېږي، دوکانونه او مارکېټونه سوځېږي. روغتون، ښوونځی، جومات، پوهنتون او بل هېڅ ځای خوندي نه دی. خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او ان ځینې خلک دومره موقع نه لري چې مړي خښ کړي او د ټپیانو درملنه وکړي. په ښارونو کې دا جګړه پراخېږي او نوو ښارونو ته غځېږي. طالبان د نوو ښارونو د لاندې کولو هڅه کوي او جګړه ښار ته لېږدوي او حکومت هم د ځمکې او هوا له لارې په ښارونو کې د طالبانو د ماتولو هڅه کوي.

دواړه لوري په ښارونو کې جګړې ته د بریا او ماتې له زاویې ګوري. که طالبان په زور او جګړې ښارونه نیسي، بریا یې ګڼي او که حکومت د بمبارۍ او د جګړې له لارې ښارونه بېرته نیسي، د طالبانو ماتې او خپله بریا یې ګڼي. دواړه لوري هېروي چې د ښار د ورانۍ او ویجاړۍ په بیه بریا هېڅ مانا نه لري. که طالبان ښار ونیسي، خو ښار ړنګ شوی وي، دوکانونه او مارکېټونه سوځېدلي وي او عامه شتمنۍ لوټل شوې وي، نو دې ته څنګه بریا ویل کېدای شي!؟ که حکومت په ښارونو کې طالبان ماتوي او یا هم بېرته په زور او بمبارۍ ښارونه نیسي، نو د سوځېدلو او ویجاړو شوو ښارونو نیولو ته څه ډول د بریا نوم ورکول کېدای شي!؟ د ښارونو د سوځېدو، ویجاړۍ، تباهۍ او د ښاریانو د ژوند په بیه د ښار نیول په هېڅ ډول بریا نه ګڼل کېږي. دا یوازې یو ضد دی، یو انتقام دی، په هر قیمت د مقابل لوري د ماتولو هڅه ده، چې نه پکې ارزښتونو او اصولو ته پام کېږي او نه پکې هم د خلکو ژوند، مال او وینې ته ارزښت ورکول کېږي. دا ضد او انتقام په واقعیت کې هېڅ ډول بریا نه لري، یوازې هېواد پکې ورانیږي، ولس پکې تباه کېږي او لاملین یې د خلکو له سترګو لوېږي. که څوک په سوځول شوو او نړول شوو ښارونو او معیوب شوو انسانانو، یتیم شوو ماشومانو، کونډو شوو مېرمنو او ځپل شوو انسانانو واکمني غواړي او دا ورته بریا ښکاري، نو هغوی تېروتي دي او هېڅ ډول اصول او ارزښتونه له دې لارې د واکمنۍ دوام او یا واک ته رسېدل نه شي توجیه کولی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د جګړې دواړه لوري باید درک کړي چې د بریا او د یو بل د ماتولو دا هڅې د ولس او هېواد د ماتولو هڅې دي. دا نه خلک غواړي او نه هم د افغانستان په ګټه دي. نو له همدې امله دې د خنډونو او ستونزو له جوړولو تېر شي، پر سوله او سیاسي جوړجاړي دې تمرکز وکړي، ژر تر ژره دې خبرې پیل کړي او یوې پایلې ته دې ورسیږي. واقعي بریا، د خلکو د خوښې بریا او د افغانستان او افغانانو د عزت د خوندي کولو لپاره مناسبه بریا د سولې او سیاسي جوړجاړي له لارې ممکنه ده او دواړه اړخونه باید پر همدې تمرکز وکړي.

Previous Post

طالبانو د شپږو ولایتونو مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي

Next Post

ډاکتر عبدالوکیل خان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ډاکتر عبدالوکیل خان

ډاکتر عبدالوکیل خان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په کابل کې راکيټي بریدونو اته ملکيان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

نوومبر 22, 2020
حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید کړی

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید کړی

سپتمبر 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved