د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، چې په دې وروستیو کې یې له پاکستانه راستانه شویو لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د دې ادارې مسوولین وايي، هڅه کوي، چې د ګنډلو، د غالیو د پروسس مرکز او نورو څانګو په فعالولو سره راستنېدونکو کډوالو ته د کار زمینه برابره کړي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې د کار زمینه ورته برابره شوې خوښ دي. دوی وايي، چې شته عاید سره به خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي. د شمېرو له مخې د پاکستان لخواد د کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته تر اوسه ۳ زره کورنۍ بلخ ولایت ته راستنې شوې دي.












