امريکا په دې وروستيو کې پر چين بې ځایه تور لګولی، چې ګواکي چين په جنېوا کې له امريکا سره د سوداګريزو خبرو اترو له ګډو توافقاتو څخه سرغړونه کړې. د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې هه يونګ چيان د جون په ۲مه نېټه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې د امريکا دغه بې ځايه او بې بنسټه نيوکه رد کړې ده.
نوموړې ويلي، چې چين او امريکا د مې په ۱۲مه نېټه (( په جنېوا کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو خبرو اترو ګډه اعلاميه )) خپره کړې او له دې وروسته چين د دې اعلاميې د ګډو توافقاتو له مخې د امريکا د تش په نامه (بالمثل) تعرفو په مقابل کې د تعرفې او نورو برخو تګلارې لغوه او يا وځنډولې. چين په مسئولانه او جدي رويې د دواړو خواوو ګډ توافقات د تطبيق او ساتنې لپاره ګامونه پورته کړي دي. امريکا د جنوېوا له خبرو اترو وروسته په پر له پسې توګه د اې ای (AI) چيپونو پر صادراتو د بنديز لګولو او د چيني محصلينو د ويزو د لغوه کولو په شمول د چين پرضد زيات تبعيضي تدبيرونه نيولي، د امريکا دغه کړنه د جنورۍ په ۷مه نېټه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په ټېليفوني خبرو کې له تر لاسه شويو ګډو موافقو او د جنېوا د خبرو اترو له توافقاتو څخه سرغړونه کړې او د چين حقه حقونو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. امريکا نه يوازې خپلې تېروتنو ته سترګې پټې کړې، بلکې پر چين بې ځايه نيوکه کړې ده.
نوموړې له امريکا څخه غوښتنه کړې، چې خپلې ناسمې کړې سمې کړي او د جنېوا خبرو اترو د کډو توافقاتو د ساتلو لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي.












