چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حامد کرزی: د غور برید ظالمانه و او دا له افغانانو سره ښکاره دښمني ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 19, 2020
in افغانستان
0
حامد کرزی: د غور برید ظالمانه و او دا له افغانانو سره ښکاره دښمني ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې له پڅو هڅو سره هممهاله او په هېواد کې د خونړیو جګړو په دوام په غور ولایت کې درنې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د وروستیو راپورونو له مخې، په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. چاودنه پر ملکي ادارو شوې ده، افغان حکومت یې تر شا د طالبانو لاس بولي او په خبره یې، دوی په لوی لاس د سولې لار بندوي. ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي او تر څنګ یې په کابل کې د نړیوالو ادارو مېشتو استازولیو دغه پېښه غندلې ده.

تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د غور ولایت مرکز فیروز‌کوه درنې چاودنې و لړزاوه. عیني شاهدان وایي چې چاودنه خورا درنه وه، تر لرې پرتو سیمو یې غږ اورېدل شوی او تر څنګ یې د فیروز‌کوه ښار د ودانیو، دولتي ادارو او ښوونځیو ښیښې ماتې شوې او چاودنې ته نږدې ودانۍ زیانمنې شوې دي. په دغه ولایت کې مېشت خبریالان وایي چې پېښه د شهداوو او معلولینو، امنیه قوماندانۍ او ښځو چارو ریاستونو ترمنځ شوې ده. پېښه داسې ځای شوې چې د یادو دریواړو ودانیو دروازې ورته نږدې دي او په سیمه کې لسګونه کسان د خپلو کارونو د مخ ته بېولو لپاره راغلي وو.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

ځینې سرچینې په پېښه کې د ۱۶ کسانو، ځينې د ۱۳ او کورنیو چارو وزارت بیا د ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبره کوي. د غور ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د پېښې له سیمې ۱۳ جسدونه او ۱۰۵ ټپیان ور وړل شوي. د غور ولایت د عامې روغتیا د سرپرست عبدالطیف رحیمي په خبره: «موږ ته ۱۳ شهیدان او تر ۱۰۵ پورې ټپیان راوړل شوي دي. د یو شمېر ټپیان روغتیايي وضعیت ښه نه دی، دوی تر جدي مراقبت لاندې دي، نو ښایي د شهیدانو شمېر زیات شي».

د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې بیا تر ډېره ملکي وګړي شامل دي. وروستۍ شمېرې ښيي چې د غور ولایت د تېرې ورځې په چاودنه که له ۱۰۵ ټپیانو ۳۵ یې امنیتي کسان او پاتې نور ټول ملکیان دي. که څه چې کومې ډلې تر اوسه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین دا د طالبانو کار بولي او په خبره یې، په دغه برید کې یادې ډلې ګڼو ملکي وګړو ته تلفات اړولي دي.

په فیروز‌کوه کې د پېښې عیني شاهدان وایي چې چاودنه خورا درنه وه او تر لرې پرتو سیمو یې غږونه اورېدل شوي دي. عیني شاهد عبدالوکیل وایي، دفتر سره یې نږدې شاوخوا ټوله سیمه د انسانو غوښو او هډونو نیولې وه. د ده په خبره: «درنه چاودنه وشوه، له دفتره ووتم، په ټول واټ کې د خلکو د بدن ټوټې پرتې وې، لس- دوولس کسان مې ولیدل چې ټوټې ټوټې وو، ان څاروي هم ټوټه ټوټه وو، ډېره وحشتناکه پېښه وه».

بلخوا ولسمشر غني بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې او د غور ولایت والي ته یې امر کړی چې د ټپیانو په درملنه کې بېړنۍ همکاري وکړي. نوموړي دغه پېښه وحشتناکه بللې او په خبره یې، وسله وال طالبان په لوی لاس د بې باورۍ فضا رامنځ ته کوي او تر څنګ یې په دغه ډول کړنو د سولې روانې هڅې تخریبوي.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم کړي او د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره دې د پردیو تحمیلي جګړه پای ته ورسوي. هغه په غور او نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدونکې کچې اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې د هېواد د راتلونکې په زیان بللي دي. د ده په وینا: ((په غور کې وروستی برید، ظالمانه و، د افغانانو پر وړاندې د جګړې په مانا ده، دا له افغانانو سره ښکاره دښمني ده)).

په غور او ځینو ولایتونو کې داسې مهال خونړۍ امنیتي پېښې رامنځ ته کېږي چې په دوحه کې لا هم بین الافغاني مذاکرات بې پایلي دي او دواړه لوري د مذاکراتو پر تګلاره توافق ته نه دي رسېدلي.

Tags: Top
Previous Post

ښکېل اړخونه باید د وخت حساسيت درک کړي!

Next Post

کارنده مدیران اوږدمهالې او لنډمهالې موخې لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کارنده مدیران اوږدمهالې او لنډمهالې موخې لري

کارنده مدیران اوږدمهالې او لنډمهالې موخې لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

واشنګټن پوسټ: ښایي افغانستان کې پر امریکایي اهدافو بریدونه ډېر شي

واشنګټن پوسټ: ښایي افغانستان کې پر امریکایي اهدافو بریدونه ډېر شي

مې 3, 2021
ترکیه کې د زورورې زلزلې له امله ۷۶ تنه مړه شوي دي

ترکیه کې د زورورې زلزلې له امله ۷۶ تنه مړه شوي دي

فبروري 6, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved