د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفۍ په غونډه کې له نړۍوالو همکارو هېوادونو او بنسټونو وغوښتل، چې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. حنفي ویلي، دغه ستراتیژي کولی شي د هېواد د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، د ظرفیتونو لوړولو او د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي. نوموړي ټینګار کړی چې ا.ا د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د روغتونونو تجهیز او د اوږدمهاله پلانونو پلي کولو ته ژمن دی. اداري مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان روغتیايي سکټور لا هم د پراختیا او لا ډېرو پاملرنو اړتیا لري او د دې برخې د پرمختګ لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.












