سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

خلک باید ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 21, 2021
in تبصرې
0
خلک باید ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون سهار یو ځل بیا په کابل ښار کې درې چاودنې وشوې. چاودنې یوه پر ملکي او دوې پر نظامي موټرو وې چې پکې پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. د دغو بریدونو ډول چسپکي ماین ګڼل شوی، چې له چاودنې وروسته موټرونو اور اخیستی دی. له دې سره پرون په زابل او ارزګان کې هم د چسپکي ماین چاودنې شوې دي. د پخوا په شان هېڅوک د دې پېښو پړه نه مني. حکومتي چارواکي بیا هم دا چاره د طالبانو کار ګڼي. د ملي امنیت رییس احمدضیاء سراج پرون یو ځل بیا ویلي چې دا چاودنې طالبان کوي، خو پړه یې نه اخلي، ځکه چې غواړي د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي او په عامه ذهنیت کې پر حکومت فشار راولي.

دا بحث یوه خوا چې دا بریدونه څوک کوي، خو ایا خلک ومني چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده او باید ویې زغمي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په دې اړه ډېر بحثونه شوي چې د چسپکي ماینونو وروستۍ څپه چا پیل کړې او څه غواړي. حکومت طالبان ملامتوي او طالبان حکومت، خو ځیني کارپوهان بیا په دې چاره کې تر حکومت او طالبانو ور هاخوا د نورو کړیو د ښکېلتیا خبرې هم کوي. دا چې هر څوک کوي او د هرې موخې لپاره یې کوي، دا یو اړخ او آن خلک به له حکومتي چارواکو سره ومني چې دا کار طالبان کوي، خو بل اړخ دا دی چې تر کله به دا بریدونه دوام کوي او ولې یې مخه نه نیول کېږي؟

د حکومتي چارواکو دنده یوازې دا نه ده چې وسله وال مخالفین یا بل څوک پړه وګڼي او یا هم له خلکو سره خپل سیاسي تحلیل شریک کړي چې د دغو بریدونو موخه څه ده، بلکې د حکومت اصلي دنده دا ده چې د دغو بریدونو مخه ونیسي. څنګه شونې ده چې هره ورځ دا پېښې وشي او آن ځینې ورځې درې او څلور پېښې وشي، خو بیا هم د پېښو مخنیوي نه کېږي. حکومتي ویندویان او چارواکي ادعا کوي چې د ځینو پېښو عاملین یې نیولي، خو دا څنګه د چسپکي ماینونو او چاودنو سیلاب دی چې مخه یې نه نیول کېږي!؟ حکومت چې د ځینو کسانو د نیولو ادعا کوي، هغه له پېښو وروسته نیول شوي. ولې دا له پېښو وړاندې نه نیول کېږي؟ زموږ امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول استخبارات او پولیس ولې د دې څپې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي؟ دوی پر څه بوخت دي؟ څنګه ممکنه ده چې په یوه ښار کې هره ورځ داسې پېښې وشي، خو استخبارت او امنیتي ځواکونه یې جرړې پیدا نه کړي او له بیخه یې ونه باسي؟ اوس له هر افغان او په ځانګړي ډول له هر کابلي سره همدا پوښتنې دي، چې حکومتي چارواکو تر اوسه نه دي ځواب کړې او دې حالت نور شکونه هم پیدا کړي دي.

خو  افغانان او په ځانګړي ډول کابلیان باید ومني چې چسپکي ماینونه او چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟ د دې پېښو مخه نه نیول کېږي او آن د زیاتېدو وېره یې ده. حکومتي او نا حکومتي، سیاسي او غیرسیاسي، ملکي او نظامي، د حکومت ملاتړی او سیاسي مخالفت، هېڅوک خوندي نه دي. چارواکي په خپلو څرګندونو او دریځونو سره خلکو ته په غیر مستقیم ډول بیا بیا همدا پیغام ورکوي، چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده، څه ډول چې د کابل چټله هوا تنفس کوي، همداسې باید دا چاودنې هم وزغمي، پر خپلو مړو وژاړي، خاورې پر واړي، دعا وکړي او بس.

Previous Post

عروج د لوړو زده کړو موسسه

Next Post

کرنې ریاست: په ننګرهار کې پر ۱۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کرنې ریاست: په ننګرهار کې پر ۱۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي

کرنې ریاست: په ننګرهار کې پر ۱۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

مې 7, 2025

د سرې مياشتې نړيوالې ټولنې او د سره صليب د ټولنو اتحاديې د چين سره صليب ټولنې ته د هنري ډويسون جايزه ورکړه

جون 21, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved