سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

دانش د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 11, 2021
in پوهنتون
0
دانش د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دانش د لوړو زده کړو موسسه چې د پروان ولایت په چاریکارو ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۹۱ کال کې یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د دانش د لوړو زده کړو موسسې د استادانو او تطبیقاتو د برخې مسوول، لطف الله فلاح وايي، دوی په لومړیو کې د اقتصاد او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي درلودل، خو د مسوولینو د هڅو په پایله کې پر دې وتوانېدل چې په ۱۳۹۳ کال کې د طب پوهنځی هم رامنځته کړي او پر دې اساس دانش د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال په دریو پوهنځیو کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي.

ښاغلي فلاح وویل، د دانش د لوړو زده کړو موسسې د طب پوهنځی معالجوي ډېپارټمنټ، اقتصاد پوهنځی یې د ملي اقتصاد او مالي او بانکي چارو ډېپارټمنټونه او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې د قضا او څارنوالۍ او ادارې او ډیپلوماسۍ ډېپارټمنټونه لري چې په ټوله کې یاده موسسه په دریو پوهنځیو او پنځو ډېپارټمنټونو کې خپل فعالیت تر سره کوي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د ښاغلي فلاح په وینا، دانش د لوړو زده کړو په موسسه کې ټولټال ۱۵۰۰ محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې په دې ډله کې ۳۵۰ ښځینه محصلینې او پاتې نور یې هلکان تشکیلوي.

ښاغلي فلاح زیاته کړه، دا چې دانش د لوړو زده کړو موسسې د اعتبار موندنې او تضمین کیفیت پروسه تر اوسه نه ده بشپړه کړې، له همدې امله تر دې دمه د ماسټرۍ پروګرام نه لري؛ خو هیله لري چې د یادې پروسې له بشپړېدو وروسته به د ماسټرۍ پروګرام هم رامنځته کړي.

ښاغلي لطف الله فلاح زیاته کړه، دانش د لوړو زده کړو موسسې تر دې دمه په خپلو اوو دورو کې شاوخوا ۷۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي فلاح په وینا، د هېوادوالو اقتصادي او د ژوند شرایطو ته په کتو د نوو جذب کېدونکو محصلینو شمېر په دقیق ډول څرګند نه دی، خو په ټوله کې دانش د لوړو زده کړو موسسه هر کال د ۱۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو زمینه ورته برابروي.

د دانش د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول زیاته کړه، که څه هم دوی په هېواد کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو په کچه خپلو محصلینو ته کم فیس په پام کې نیولی دی، خو بیا هم ځینې ځانګړي تخفیفونه لري. د بېلګې په توګه، دانش د لوړو زده کړو موسسه دولتي کار کوونکو، معلولینو، د شهیدانو کورنیو او په عامه سطحه باندې ښځینه محصلینو ته د پام وړ تخفیف ورکوي.

ښاغلی لطف الله فلاح وايي، دا چې کتابتون د هر علمي او اکاډمیک مرکز لپاره یو اړین شرط دی، نو دانش د لوړو زده کړو موسسه هم د خپلو محصلینو لپاره فعال کتابتون لري چې شاوخوا ۸۰۰۰ جلده ګټور او د پوهنځیو اړوند تخصصي کتابونه پکې شته، چې محصلین کولای شي خپل د اړتیا وړ معلومات ترې تر لاسه او وخت ناوخت یې مطالعه کړي.

ښاغلي فلاح همدا راز وویل، دوی په هېواد کې د ننه له ځینو خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري او تر څنګ یې ورسره د متقابلو اړیکو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي. پر دې سربېره، دوی هڅه کوي چې په نږدې راتلونکو کې له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره هم علمي او متقابلې اړیکې ولري او د دوه اړخیزې همکارۍ په موخه ورسره تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.

ښاغلي لطف الله فلاح وویل، دا چې خصوصي پوهنتونونو ته د ډیپلوم د ورکړې لړۍ یو څه له خنډونو سره مخ ده، نو دانش د لوړو زده کړو موسسې تر دې دمه خپلو فارغ شوو محصلینو ته د ډیپلوم پر ځای په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي سرټیفېکټونه او ترانسکرېپټونه ورکړي دي، څو د دندې په پيدا کولو او همدا راز د نورو زده کړو په وخت ترې استفاده وکړي.

ښاغلی فلاح وايي، دانش د لوړو زده کړو موسسه شاوخوا ۹۴ استادان لري چې په دې ډله کې یې ځینې استادان د دکتورا او ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پر دې سربېره د دولتي پوهنتونونو ځینې استادان هم له دوی سره په تدریسي چارو کې ونډه اخلي او همکاري ورسره لري.

ښاغلي فلاح زیاته کړه چې دوی د محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه، ځینې پروګرامونه په پام کې نیولي دي. د بېلګې په توګه، د هر پوهنځي اړوند د عملي چارو لپاره ځانګړي فعالیتونه، د پروان ولایت له ځینو دولتي ادارو سره د عملي کار او تجربې تر لاسه کولو لپاره د همکارۍ تفاهم لیکونه، د طب پوهنځي محصلینو د عملي کار په موخه د یوه شل بستریز روغتون درلودل، له ځینو پوهنتونونو سره د همکارۍ او متقابلو اړیکو د تفاهم لیکونو درلودل چې پر اساس یې محصلین یو له بل سره تجربې شریکوي او یو ځینې نور علمي پروګرامونه، سمینارونه او ورکشاپونه چې محصلینو ته د پام وړ ارزښت او ګټه لري.

ښاغلي فلاح وویل، دانش د لوړ زده کړو موسسه د ورځې په دوو ټایمونو کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي، چې یوه یې سهارنۍ دوره ده او بله هم ماښامنۍ دوره چې محصلین پکې خپلو درسونو ته حاضرېږي. د دانش په خبره، ځکه یې سهار وختي او ماښامنۍ دورې په پام کې نیولې چې ډېری محصلین یې د ورځې یا رسمي دندې لري او یا هم په شخصي کاروبار مصروف وي.

ښاغلي لطف الله فلاح همدا راز زیاته کړه، دوی د پوهنتون د لا بډاینې په موخه ځینې مهم پلانونه لري. د بېلګې په توګه، غواړي چې په نږدې راتلونکي کې دانش د لوړو زده کړو موسسه د پوهنتون کچې ته ارتقاع ورکړي چې د یاد پلان د عملي کولو لپاره یې د اعتبار ورکړې لومړۍ مرحله په بریالیتوب سره تر سره کړې ده او تمه لري چې ډېر ژر یې موسسه، پوهنتون ته ارتقاع پیدا کړې او پر دې سربېره په پام کې لري څو د ټولنې له اړتیا سره سم نور پوهنځي هم رامنځته کړي او همدا راز په راتلونکي کې د دانش په لوړو زده کړو موسسه کې د ماسټرۍ پروګرام ولري.

ښاغلي فلاح په خپلو خبرو کې وویل، دوی د بل هر علمي او اکاډمیک مرکز په څېر له دولت په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو له یادو مرکزونو سره لا ډېره مرسته وکړي، د علمي او اکاډمیکې سویې د لوړاوي په برخه کې ورته لا ډېره پاملرنه وکړي او له لوړو زده کړو وزارت څخه یې هیله دا ده څو د استادانو د علمي سویې د لوړولو په برخه کې خصوصي پوهنتونونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د نوموړي په خبره، لوړو زده کړو وزارت هغسې چې لازمه ده، له خصوصي پوهنتونونو سره د محصلینو او استادانو د علمي سویو په لوړولو کې همکاري نه کوي.

نوموړی زیاتوي، خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې نوې تجربه او تر ډېره یې هغو محصلینو ته  د زده کړو زمینه برابره کړې، چې یا د ورځې رسمي دندې لري او یا هم غواړي چې دوه پوهنځي ولولي. د نوموړي په خبره، که لوړو زده کړو وزارت ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي، د دوی د هڅو پایلې به لا ډېرې ښې او د هیواد په ابادۍ کې به یې یوځای له دولتي پوهنتونونو سره برخه اخیستې وي.

Previous Post

خلیلزاد بیا د څه په لټه کې دی؟

Next Post

د عمر خوړلو کسانو لپاره کوم خواړه ګټور دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د عمر خوړلو کسانو لپاره کوم خواړه ګټور دي

د عمر خوړلو کسانو لپاره کوم خواړه ګټور دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کونړ؛د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کونړ؛د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

جولای 21, 2026
سمنګان؛ د تېرې شپې زلزلې لږ ترلږه ۲۰۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سمنګان؛ د تېرې شپې زلزلې لږ ترلږه ۲۰۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

نوومبر 3, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved