چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

دواړه لوري له مذاکراتو خوښ او د اوربند پر رامنځ ته کولو خبرو ته تیار دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 14, 2020
in افغانستان
0
دواړه لوري له مذاکراتو خوښ او د اوربند پر رامنځ ته کولو خبرو ته تیار دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بین الافغاني مذاکراتو دویمه ورځ په هیله بښونکي خبري کنفرانس پای ته ورسېده. تېره ورځ په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دوام په تړاو د طالبانو او افغان حکومت د پلاوي ترمنځ د تماس غونډه جوړه شوې وه او په دې کې د راتلونکو مذاکراتو پر اجنډا بحثونه شوي دي. تر غونډې وروسته د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لومړنۍ غونډه هیله بښونکې وه او د مذاکراتو روحیه خورا صمیمي وه، خو ټینګار یې کړی چې خبرې به اوږدېږي. بلخوا طالبانو هم ویلي چې د مذاکراتو له لومړۍ ورځې خوښ دي، غونډه ښه وه او د اوربند په لار کې به شته خنډونه لرې کېږي.

وړمه ورځ تر شل کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خونړۍ جګړې د پای لپاره د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل شوه. په دغو مراسمو کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او مهمو بنسټونو استازو ګډون کړی و. دوی له افغانانو وغوښتل چې ژر تر ژره په خپلو کې سره هوکړې ته ورسېږي او په دغه هېواد کې د څلورو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په همدې تړاو پرون د دواړو لورو ترمنځ د تماس غونډه وشوه. افغان او طالب پلاوي د لومړي ځل لپاره مخامخ سره کېناستل او د راتلونکو غونډو او د کمېټو پر فعالیتونو یې بحثونه وکړل. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر دې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د سولې روحیه او د مذاکراتو لومړۍ ورځ هیله بښونکې ده، خو بیا هم د روانې خونړۍ جګړې پای ته رسول اوږده موده نیسي. د ده په خبره: ((هغه جګړه چې شل کاله یې دوام کړی دی، دومره په اسانه نه ختمېږي، موږ به خبرې کوو، بحثونه به کوو او دا تمه به نه لرو چې په دوو ورځو کې دې ارو مرو یوې پایلې ته ورسېږو)).

د دې ترڅنګ ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې اوربند او د تاوتریخوالي کمول د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده او طالبان باید دې مسئلې ته متوجه وي. د ده په خبره، له طالبانو سره یې په جلسه کې د اوربند په تامین او دغه راز د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی او له دغه ډلې یې غوښتي چې د سولې د ډاډمنتیا او ثبات لپاره باید تر هر څه وړاندې اوربند ته تیاری وښيي. هغه ویلي: ((ټول افغانان د تاوتریخوالي کمښت او اوربند غوښتونکي دي او د اوربند مسئله د خبرو مهمه موضوع ده او دی ډاډه دی چې دواړه لوري به پر دې موضوع خبرې کوي)).

 عبدالله د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د جګړې له لارې هېڅوک هم بریا ته نه شي رسېدلی، خو د خبرو اترو دواړې خواوې ګټونکې کېدای شي. نوموړي دغه راز ویلي، دوی د خبرو په خونه کې د بهرنیانو وجود نه غواړي، خو کېدای شي په ځینې ناستو کې یې اړتیا وي چې په هغه صورت کې باید حضور پیدا کړي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم د لومړي ځل لپاره اوربند ته تیاری ښودلی دی. د دې ډلې د مذاکراتي پلاوي د فرهنګي کمېسیون مشر ملا احمدالله وثیق وایي، د مذاکراتو د لومړۍ ورځې روحیه سوله‌ییزه وه او دی ډاډه دی چې دواړه لوري به ښو پایلو ته سره ورسېږي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغان حکومت په ټولو مذاکراتو کې پر اوربند ټینګار کوي او طالبان هم هڅه کوي چې هغه خنډونه له منځه یوسي چې د اوربند د تامینېدو سبب شي. ملا وثیق وایي، دوی هم د اوربند د رامنځ ته کېدو ملاتړي دي، خو داسې عوامل شته چې د اوربند مخنیوی کوي او په مذاکراتو کې باید له منځه یووړل شي. هغه دا هم ویلي چې افغان حکومت د موقتي اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان د یوه دایمي اوربند په لټه کې دي او تمه ده چې بحثونه ورباندې وشي.

Tags: Top
Previous Post

له کوره کار؛ اپلېکېشنونه جوړ کړئ

Next Post

سامسُنګ رسماً ګلکسي زي فولډ۲ معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سامسُنګ رسماً ګلکسي زي فولډ۲ معرفي کړ

سامسُنګ رسماً ګلکسي زي فولډ۲ معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ پيټر پېلېګريني ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

اپریل 13, 2024
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له بلېنکن سره پر افغانستان خبرې کړې

د قطر د بهرنیو چارو وزیر له بلېنکن سره پر افغانستان خبرې کړې

مې 14, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved