د بین الافغاني مذاکراتو دویمه ورځ په هیله بښونکي خبري کنفرانس پای ته ورسېده. تېره ورځ په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دوام په تړاو د طالبانو او افغان حکومت د پلاوي ترمنځ د تماس غونډه جوړه شوې وه او په دې کې د راتلونکو مذاکراتو پر اجنډا بحثونه شوي دي. تر غونډې وروسته د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لومړنۍ غونډه هیله بښونکې وه او د مذاکراتو روحیه خورا صمیمي وه، خو ټینګار یې کړی چې خبرې به اوږدېږي. بلخوا طالبانو هم ویلي چې د مذاکراتو له لومړۍ ورځې خوښ دي، غونډه ښه وه او د اوربند په لار کې به شته خنډونه لرې کېږي.
وړمه ورځ تر شل کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خونړۍ جګړې د پای لپاره د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل شوه. په دغو مراسمو کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او مهمو بنسټونو استازو ګډون کړی و. دوی له افغانانو وغوښتل چې ژر تر ژره په خپلو کې سره هوکړې ته ورسېږي او په دغه هېواد کې د څلورو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
په همدې تړاو پرون د دواړو لورو ترمنځ د تماس غونډه وشوه. افغان او طالب پلاوي د لومړي ځل لپاره مخامخ سره کېناستل او د راتلونکو غونډو او د کمېټو پر فعالیتونو یې بحثونه وکړل. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر دې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د سولې روحیه او د مذاکراتو لومړۍ ورځ هیله بښونکې ده، خو بیا هم د روانې خونړۍ جګړې پای ته رسول اوږده موده نیسي. د ده په خبره: ((هغه جګړه چې شل کاله یې دوام کړی دی، دومره په اسانه نه ختمېږي، موږ به خبرې کوو، بحثونه به کوو او دا تمه به نه لرو چې په دوو ورځو کې دې ارو مرو یوې پایلې ته ورسېږو)).
د دې ترڅنګ ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې اوربند او د تاوتریخوالي کمول د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده او طالبان باید دې مسئلې ته متوجه وي. د ده په خبره، له طالبانو سره یې په جلسه کې د اوربند په تامین او دغه راز د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی او له دغه ډلې یې غوښتي چې د سولې د ډاډمنتیا او ثبات لپاره باید تر هر څه وړاندې اوربند ته تیاری وښيي. هغه ویلي: ((ټول افغانان د تاوتریخوالي کمښت او اوربند غوښتونکي دي او د اوربند مسئله د خبرو مهمه موضوع ده او دی ډاډه دی چې دواړه لوري به پر دې موضوع خبرې کوي)).
عبدالله د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د جګړې له لارې هېڅوک هم بریا ته نه شي رسېدلی، خو د خبرو اترو دواړې خواوې ګټونکې کېدای شي. نوموړي دغه راز ویلي، دوی د خبرو په خونه کې د بهرنیانو وجود نه غواړي، خو کېدای شي په ځینې ناستو کې یې اړتیا وي چې په هغه صورت کې باید حضور پیدا کړي.
بلخوا وسله والو طالبانو هم د لومړي ځل لپاره اوربند ته تیاری ښودلی دی. د دې ډلې د مذاکراتي پلاوي د فرهنګي کمېسیون مشر ملا احمدالله وثیق وایي، د مذاکراتو د لومړۍ ورځې روحیه سولهییزه وه او دی ډاډه دی چې دواړه لوري به ښو پایلو ته سره ورسېږي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغان حکومت په ټولو مذاکراتو کې پر اوربند ټینګار کوي او طالبان هم هڅه کوي چې هغه خنډونه له منځه یوسي چې د اوربند د تامینېدو سبب شي. ملا وثیق وایي، دوی هم د اوربند د رامنځ ته کېدو ملاتړي دي، خو داسې عوامل شته چې د اوربند مخنیوی کوي او په مذاکراتو کې باید له منځه یووړل شي. هغه دا هم ویلي چې افغان حکومت د موقتي اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان د یوه دایمي اوربند په لټه کې دي او تمه ده چې بحثونه ورباندې وشي.











