چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

دوستم: که د افغان سیاسیونو اختلافات دوام وکړي، طالبان به د میدان ګټونکي شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 8, 2021
in افغانستان
0
دوستم: که د افغان سیاسیونو اختلافات دوام وکړي، طالبان به د میدان ګټونکي شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې په وروستیو کې د سولې پر ټپه ولاړ بهیر نیوکې ډېرې شوي، خو په هېواد کې د سیاسی لورو اندېښنې هم مخ پر زیاتېدو دي. نړیوالې رسنۍ او سیاسي شنونکي په دې اند دي چې د افغانستان د سولې بهیر کاواکه دی، ډاډمن نه دی او بیا کتنې ته اړتیا لري، خو په کور د ننه بیا سیاسیون په دې باور دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په ټپه ولاړ بهیر ورته د منلو نه دی. تازه د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې طالبان په بېلابېلو پلمو د سولې بهیر ځنډوي، خو طالبانو بیا په ځلونو افغان لوری د مذاکراتو د ځنډ لامل بللی دی.

د سیمې هېوادونو ته د طالب مشرانو تر سفر وروسته د افغان حکومت ځینو چارواکو غبرګون ښودلی او په خبره یې، د طالبانو دغه چلند د سولې په بهیر کې ځنډ او خنډ رامنځ ته کړی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وړمه ورځ ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له پوره صلاحیت او ملاتړ سره په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیار دی، خو طالبان په غیر معقولو دلایلو او پلمو په دغه بهیر کې خنډ او ځنډ رامنځ ته کوي. نوموړي ویلي وو چې طالبان په بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون پر ځای او په دغه بهیر کې د پرمختګ راوستلو پر ځای د سیمې هېوادونو ته په سفرونو لګیا دي او دې مسئلې د سولې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی. هغه وایي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی همدا اوس په دوحه کې دی. دوی پوره صلاحیت او هر اړخیز ملاتړ له ځان سره لري. ټاکل شوې وه چې د تګلارې تر نهایي کېدو وروسته دویم پړاو مذاکرات پیل شي، خو له بده مرغه طالبان د پلمو په جوړولو او د غیر معقولو دلایلو په راوړلو سره په مذاکراتو کې د ځنډ سبب دي».

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

ډاکتر عبدالله عبدالله همدا راز وایي، طالبانو ته په کار وه، چې په دې حساس وخت کې یې د سفرونو پر ځای او د پلمو د راوړلو پر ځای پر بین الافغاني مذاکراتو تمرکز کړی وی او د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته رسېدلي وای. هغه ویلي: «دوی د افغانستان پر قضایاوو د بحث پر ځای، د جګړې د ختمولو او مسلمان وژنې د پای ته رسولو پر ځای، لا د خلکو دردونه ډېر کړي دي. دوی په افغانستان کې د ناورین د ختمولو پر ځای پر سفرونو او حاشیوي مسایلو بوخت دي. دې ډلې همداسې تاوتریخوالي او جګړې ته ادامه ورکړې ده».

 عبدالله د سولې مذاکرات د افغانستان لپاره یو بې ساري فرصت بللی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې په دې توګه دې دغه مهم فرصت نه ضایع کوي. هغه تمه ښودلې چې طالبان ژر تر ژره بېرته د مذکراتو مېز ته راوګرځي او د روانې جګړې پر ختمولو توافق وکړي.

له دې سره جوخت د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال هم د سولې د روان بهیر په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده. هغه له محمد محقق سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د سولې له خبرو سره هممهاله پر طالبانو د نظامي فشار اړتیا ده. د ده په خبره، که پر دغه ډله فشار را نه وستل شي، نو سولې ته نه تیارېږي. هغه همدا راز په کور د ننه د سیاسي څېرو پر یووالي هم ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، که افغان سیاسیون په خپلو کې د نظر یووالی ونه لري، اختلافات همداسې دوام وي، نو په خبره یې، میدان به طالبان وګټي.

هغه پر ټولو سیاسي جهتونو غږ کړی چې په خپلو کې واټن کم کړي؛ ځکه دمګړی د افغان حکومت سیاسي جغرافیه له خطر سره مخ ده او باید ټولو اړخونه د طالبانو پر وړاندې متحد شي.

Tags: Top
Previous Post

مناسبې جامې اغوستل او مثبت اغېز یې

Next Post

شیاومي نړیوالو بازارونو ته مي۱۱ وړاندې کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شیاومي نړیوالو بازارونو ته مي۱۱ وړاندې کوي

شیاومي نړیوالو بازارونو ته مي۱۱ وړاندې کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

فبروري 23, 2020
برېټانیا اوکراین ته: بریا ته تر رسېدو پورې درسره یو

برېټانیا اوکراین ته: بریا ته تر رسېدو پورې درسره یو

جون 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved