د افغانستان بانک په تېرو لسو ورځو کې یې ۴۲ میلیونه ډالره لیلام کړي دي. دغه بانک پرون هم ۱۴ میلیونه ډالره پلور ته وړاندې کړي وو. د راپورونو له مخې د افغانستان بانک له خوا د ډالرو په دې لیلام سره د پيسو د تبادلو په مارکېټونو کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی. پرون د شهزاده سرای د اعلامیې له مخې یو ډالر په څه باندې ۸۱ افغانۍ او ۴۰ پوله تبادله کېده چې دا د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو تر ټولو ښه بیه ګڼل کېږي.












