د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي سره له دې چې د جګړې دواړه لوري د سولې خبرې کوي خو تر څنګ یې د خونړۍ جګړې لپاره هم په تیاریو بوخت دي. نوموړې ویلي داسې ګنګوسې دي چې ګواکي یو موقت اوربند به د امریکا په هڅو رامنځ ته کېږي، خو هغه وایي چې موقت اوربند د افغانانو درد نه شي دوا کولی او په افغانستان کې یوه دایمي او بېړني اوربند ته اړتیا ده. اکبر ویلي چې د روانې جګړې ټول مالي، ځاني او فرهنګي زیان عامو افغانانو ته اوړي نو ددې جدي اړتیا ده چې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې خبرې چټکې کړل شي.












