د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۸۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یاد کمیسیون نن په خپل کلني راپور کې زیاته کړې چې د دوی د معلوماتو له مخې په همدې موده کې د جګړو له امله ۲۹۵۸ تنه وژل شوي او ۵۵۴۲ نور ټپيان شوي دي. د راپور له مخې، د دوی د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو د راکټي بريدونو په مرګ ژوبله کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی او په یاد کال کې د طالبانو په بريدونو کې ۱۵۲۳ تنه وژل شوي او ۳۰۴۴ تنه نور ټپيان شوي دي. په راپور کې راغلي چې د حکومتي ځواکونو او نړيوالو ملاتړو د بريدونو له امله هم ۳۸۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه کمیسیون د جګړې پر دواړه لوریو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو ژوند ته باید جدي پاملرنه وکړي.











