سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ او د ترکیې پر غونډه یې اغېز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 30, 2021
in تبصرې
0
د کورنۍ جګړې خطر رښتیا هم جدي دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو لا هم لانجه شته، په ترکیه کې د لویې بین الافغاني غونډې لپاره هڅې رواني دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی له ترکي چارواکي سره د دې غونډې په اړه خبرې کوي. افغان سیاستوال او د مصالحې عالي شورا هم دا غونډه برخلیک ټاکونکې ګڼي. له دې سره امریکا وايي چې تر مې پورې خپل ځواکونه له افغانستان څخه نه شي ایستلی او ویل کېږي چې امریکا او طالبان د ځواکونو په وتلو کې پر ځنډ همدا اوس خبرې کوي. که د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځواکونو د وتلو یا نه وتلو په اړه یوه هوکړه او پرېکړه ونه شي، د ترکیې پر غونډې به یې اغېز څه وي؟

تر اوسه پورې یو څه روښانه دي او هغه دا چې تر مې میاشتې پورې به امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي او د دوحې د هوکړې خلاف به دا ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي. دا چې په دې اړه به نوې هوکړه کېږي او که څنګه، لا معلومه نه ده، خو امریکا غواړي په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي او ویل کېږي چې دا خبرې پیل شوې هم دي. امریکا په دوو دلایلو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي: لومړی دا چې په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او امریکايي چارواکي وېره لري چې د دوی د ځواکونو وتل به افغانستان د خونړیو جګړو لوري ته بوځي او ښايي هغسې بدلونونه پکې راشي، چې بیا دوی ته په سرخوږي واوړي. دویم دا چې د امریکا او ناټو ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په دې اړه همغږي نه وه، اوس چې بایډن راغلی، غواړي هر څه له ناټو سره په همغږۍ او ګډه وکړي؛ ځکه نو د ځواکونو وتل به څو میاشتې نور هم ځنډېدلي وي. امریکا په دې اړه له  طالبانو سره خبرې کوي او ښايي د دې چارې د منلو لپاره طالبانو ته ځینې امتیازات هم ورکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

که د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځواکونو د وتلو او یا په وتلو کې د ځنډ په اړه هوکړه ونه شي، د ترکیې غونډه به ناکامه شي، ځکه چې اصلي لانجه به پاتې وي او طالبان به تمایل ونه لري چې بین الافغاني توافق وشي. که په دې اړه د دواړو لورو ترمنځ توافق وشي، بیا به د ترکیې غونډه بریالۍ وي. له بله اړخه که توافق پر دې وي، چې د ځواکونو په وتلو کې څو میاشتینی ځنډ راشي، نو بیا به د ترکیې غونډه هم ځنډېږي. له همدې امله دا مهمه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځواکونو د وتلو په اړه څه پرېکړه کېږي.

که د بهرنیو ځواکونو پر وتلو یا په وتلو کې پر ځنډ توافق کېږي، خو مهم اړخ دا دی چې باید په بین الافغاني خبرو کې اساسي پرمختګ وشي، دواړه اړخونه نرمښت وښيي، اوربند وشي، بندیان خوشې شي او د سولې په برخه کې نور مهم او اساسي ګامونه واخیستل شي.

Previous Post

سعیدي: د کندهار د زعفرانو په کښت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

Next Post

توني موریسون

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
توني موریسون

توني موریسون

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

دسمبر 29, 2025
علامه د لوړو زده کړو موسسه

علامه د لوړو زده کړو موسسه

جولای 4, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved