چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جګړې شدت او د سولې په ټپه درېدلی حالت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 26, 2020
in تبصرې
0
د جګړې شدت او د سولې په ټپه درېدلی حالت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون په بلخ ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز برید شوی چې ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دفاع وزارت وايي چې په برید کې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې، خو طالبان بیا ادعا کوي چې برید یې د صفر شپږ په نوم د ځانګړو ځواکونو په قطعه کړی دی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. طالبان وايي چې دې قعطې په شمال کې د داعش د فعالولو هڅې کولې. دا پر امنیتي ځواکونو څووم خونړی برید دی چې په تېرو څو ورځو کې کېږي. په دې ورځو کې نږدې هره ورځ د لسګونو امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبرونه وي او حکومتي ځواکونه هم هره ورځ د لسګونو طالبانو د وژلو او ټپي کولو خبرونه ورکوي. په دې سره جګړه ګرمه شوې چې د دواړو اړخونو تر څنګ یې ملکي وګړو ته هم پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.

وېره ده چې د جګړې او نښتو وروستۍ پېښې به یو ځل بیا دواړه لوري له یو بل څخه انتقام اخیستو ته وهڅوي. په دې ډول به همدا غبرګونونه جګړه ورو ورو ګرمه کړي او د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه به له منځه یوسي. له بده مرغه د جګړې هڅې شته، محسوسې دي او زیاتیږي، خو د سولې له مشورتې لویې جرګې وروسته د سولې په برخه کې نه کومه لویه هڅه ښکاري او نه کوم محسوس او نوی پرمختګ شوی دی. آن نوي خنډونه رامنځ ته شوي دي او د لا زیاتو خنډونو د جوړولو لپاره منظمه او سیستماتیکه هڅه روانه ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د سولې په برخه کې له شلو کلونو وروسته یو ښه چانس ضایع کېدونکی دی. دا داسې چانس دی چې پر مټ یې موږ د افغانانو د وینو سیلاب درولی شو، داسې فرصت دی چې موږ پکې عزت او سرلوړۍ ته رسېدلی شو او له اوسني ناورین څخه وتلی شو. له همدې امله هر څوک چې افغان وي او پر دې ولس یې زړه درد کوي، نه یوازې دا چې د سولې روانې پروسې ته به ستونزې نه جوړوي، بلکې مرسته به ورسره کوي او په دې برخه کې به قربانۍ ته تیار وي. له بده مرغه اوس ځینې کړۍ په واضح ډول غواړي چې د سولې پروسه بریالۍ نه شي، جګړه، افغان‌وژنه او زموږ ذلت همداسې دوام وکړي. دوی د خپل واک او ځواک لپاره او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره غواړي زموږ د وینو سیلاب همداسې روان وي.

یوه اصلي ستونزه دا ده چې دلته خلک د امریکايي فشار په تمه دي او خپله د یو قوي او واقعي فشار جوړولو او د سولې په برخه کې یې د کارولو هڅه نه کوي. تر هغو چې موږ د نورو په تمه وو، طبیعي ده چې پایله به ورکه او آن زموږ په زیان وي، خو که موږ خپله هڅه وکړو، ولسي فشار رامنځ ته کړو او بیا یې د سولې لپاره وکاروو، نه یوازې دا چې د سولې په برخه کې به شته خنډونه ختم شي، بلکې  سوله به ژر او په ښه ډول هم وشي.

Previous Post

د سولې په درشل کې طالبانو په بلخ کې خونړی ځانمرګی برید کړی دی

Next Post

د لږ او ډېر عاید تر منځ توپیر عمل ټاکي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د لږ او ډېر عاید تر منځ توپیر عمل ټاکي

د لږ او ډېر عاید تر منځ توپیر عمل ټاکي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په کابل کې د مېکروب ضد درملو اونۍ ونمانځل شوه

په کابل کې د مېکروب ضد درملو اونۍ ونمانځل شوه

نوومبر 25, 2024
پاکستان له ننګرهار د قیمتي ډبرو استخراج پیل کړی

پاکستان له ننګرهار د قیمتي ډبرو استخراج پیل کړی

جولای 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved