د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال، په کابل کې د روسیې له سفیر، ډیمیټري ژیرنوف سره په لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت د نړۍوالو ناستو په ځانګړې توګه د دوحې ناستې په تړاو د مسکو د دریځ هرکلی کوي او په خبره یې د سرپرست حکومت او روسیې اړیکې مهمې دي. د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ډیمیټري ژیرنوف له خولې لیکل شوي، چې روسیه له نړۍوالې ټولنې غواړي څو پر افغانستان لګېدلي یو اړخیزه او ناسم بندیزونه بې له قید او شرطه له منځه یوسي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي چې سرپرست حکومت د هېواد پر ټوله خاوره واک لري او هېچاته اجازه نه ورکوي څو افغان خاوره د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ پر وړاندې وکاروي.












