د کانونو او پټرولیم وزات له دوو کورنیو شرکتونو سره د غور ولایت د سرب او جستو لومړی بلاک او د درېیم بلاک نیمې برخې قرارداد لاسلیک کړ. د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د دې تړون د لومړي بلاک قراردادي شرکت مکلف دی چې په کلني ډول ۱۵۰ زره ډالره په ټولنیزو خدماتو او د کندهار ارغنداب ولسوالۍ څخه د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار پورې د ۲۰۹ کیلومټره سړک په جوړولو مصرف کړي. همداراز د درېیم بلاک نیمې برخې قراردادي شرکت مکلف دی چې ۸ میلیونه ډالر به د ټولنیزو خدمتونو او د هرات ـ غور لارې او له هرات څخه تر مزار شریف پورې د حلقوي سړک په رغولو مصرفوي. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د دې کان د هر بلاک استخراج او د دغو پروژو په پلي کولو سره به شپږ زرو تنو ته په مستقیم او غیري مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.












