چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې له خبرو سره د جګړې شدت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 20, 2020
in تبصرې
0
د خبرو د دوام او بریا لپاره څه پکار دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تمه وه چې په قطر کې د سولې د خبرو له پیل سره سم که بشپړ اوربند ونه شي، نو د تاوتریخوالي کچه به را ټيټه شي، خو له بده مرغه خبره سرچپه شوه. په تېرو څو ورځو کې له ګڼو ولایتونو د جګړې، نښتو، چاودنو او وژنو خبرونه ورکول کېږي. وسله وال طالبان پرله پسې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي او حکومتي ځواکونو هم د ځمکې او هوا له لارې بریدونه ډیر کړي دي. دواړو اړخونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي، چې ورسره ملکي وګړي هم په نښه کېږي. د سړک غاړې په چاودنو کې د ملکي مرګ‌ژوبلې تر څنګ پرون په کندوز کې په هوايي برید کې هم ګڼ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

دواړه اړخونه د تاوتریخوالي د زیاتولو پړه یو پر بل اچوي، خو واقعیت دا دی چې دواړه اړخونه د سیاسي موخو لپاره تاوتریخوالی زیاتوي. که دوی د سولې په خبرو کې جدي وي او غواړي دا خبرې ښې مخ ته ولاړې شي، نو که بشپړ اوربند نه شي کولی، لږ تر لږه د نېک نیت د ښودلو او باور فضا د زیاتولو لپاره باید تاوتریخوالی کم کړي. کله چې مشران په دوحه کې له یو بل سره خبرو ته ناست وي، یو له بل سره سلام، ستړي مشې او نېک چلند کوي، نو په افغانستان کې بیا د دغو مشرانو؛ کشران امنیتي ځواکونه او طالبان ولې یو بل سره ووژني!؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ستونزه دا ده چې لا هم دواړه اړخونه د اوربند مسئلې ته له سیاسي زاویې ګوري. حکومت فکر کوي چې که پر طالبانو اوربند ومني، نو طالبان له زوره لوېږي او بیا د نورو سیاسي غوښتنو په نه منلو کې مقاومت کولی شي. حکومتي اړخ اوربند د سولې د بریا لپاره نه، بلکې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره غواړي. طالبان هم جګړه پر حکومت د فشار لپاره کاروي او له امریکا سره له هوکړې وروسته په جګړو او بریدونو سره بیا بیا دا پيغام ورکوي چې امریکایان وځي او دوی د جګړې له لارې کولی شي چې حکومت له پښو وغورځوي. د دې شونتیا هم شته چې طالبان پر حکومت د فشار ترڅنګ د خپلو لیکو د ساتلو لپاره هم اوربند ته زړه نه ښه کوي.

پکار خو دا ده چې دواړه اړخونه اوربند یا اورکم ته له اخلاقي او دیني اړخه هم وګوري، نه له سیاسي اړخه. دا جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي او له بله اړخه په هېڅ ډول توجیه کېږي هم نه. طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، حکومت هم باید بریدونه او تحریک کوونکي کارونه بند کړي او د تاوتریخوالي له کمولو ناسمه استفاده ونه کړي. که د نورو طالبان بندیانو د خوشې کولو یا بل هر څه په بدل کې وي، باید دا جګړه نوره ودریږي او افغان وژنه بنده شي. دواړه لوري درک کوي او پوهیږي چې سوله حتمي کېدونکي ده، خو دوی باید په دې هم فکر وکړي چې دواړه اړخونه د خدای تعالی او ولس پر وړاندې مسوول دي، نو ځکه تر هر څه ډېر تمرکز یې باید پر اوربند یا اورکم وي.

Previous Post

سیمه ییز خلک: کندز کې هوایي برید ۱۲ ملکیان وژلي دي

Next Post

د امریکا په ناکامۍ کې د افغان سولې د خبرو ښکارندویي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
راپور: مالي استقلال ته د طالبانو نږدې کېدل به جګړې اوږدې کړي

د امریکا په ناکامۍ کې د افغان سولې د خبرو ښکارندویي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسټرالیا کې د ډزو پېښه کې د وژل شويو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

اسټرالیا کې د ډزو پېښه کې د وژل شويو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

دسمبر 15, 2025
د ایران ولسمشر د اقتصادي همکاریو د پياوړتیا لپاره چین ته ځي

د ایران ولسمشر د اقتصادي همکاریو د پياوړتیا لپاره چین ته ځي

فبروري 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved