چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 24, 2021
in تبصرې
0
د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني پرون د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړ. د هغه د ګوښه کېدو خبر د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر پر ځای د چارو ادارې خپور کړ. دا اداره وایي، د عوایدو په راټولولو کې سستي، په مالیې وزارت کې د ناقانونه ګومارنو د پلټنې لپاره د ولسمشر لخوا له ټاکل شوي‌ پلاوي سره نه همکاري، مدیریتي‌ کمزوري، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، په ورسپارل شوې دنده کې د اساسي قانون د ۷۷یمې مادې په پام کې نه نیول او د ولسمشر غني له حکمونو سرغړونه هغه دلایل دي‌ چې له کبله یې ښاغلی ارغندیوال له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

عبدالهادي ارغندیوال لا په دې اړه چوپ دی. که څه هم نوموړي تازه له ولسي جرګې د باور رایه اخیستې وه، خو په وروستیو کې د ارګ او ارغندیوال ترمنځ ستونزې زیاتې وې. دا ستونزې لومړی د ارغندیوال او د چارو ادارې د رییس ترمنځ وې، چې وروسته بیا پکې اشرف غني هم ورښکېل شو. په اوسني حکومت کې نږدې ټول وزیران د دې پر ځای چې ولسمشر ته ځواب ویونکي وي، د چارو ادارې مشر ته ځواب وايي. سره له دې چې د قانون له مخې، وزیران د چارو د ادارې تر رییس په لوړ مقام کې دي، خو بیا هم سیستم داسې شوی چې هر وزیر باید د چارو ادارې رییس ته رپوټ ورکړي، له هغه هدایت واخلي او د هغه له خوښې سره سم عمل وکړي. که هر څوک داسې ونه کړي، نو له ستونزو سره مخ کېږي. عبدالهادي ارغندیوال هم د چارو ادارې رییس ته تسلیم نه شو او مقاومت یې وکړ. له همدې امله یې په مالیې وزارت کې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول او ستونزې ورځ تر بلې زیاتې شوې. وروسته په دې ستونزو کې ولسمشر غني هم ور شریک شو او د چارو ادارې د رییس په ننګه یې پر ارغندیوال فشارونه زیات کړل چې خبره تر ګواښونو هم ورسېدله. دا خبره تر دې ځایه راغله چې ارغندیوال هم له دندې ګوښه شو او هم پرې ډېر درانه تورونه ولګول شول.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اوسنی حکومت د یو شخصي شرکت بڼه لري چې ځیني شریکان هم لري، خو اصلي مالکین یې پکې برلاسي دي، چې هر څوک یې د ګټو پر ضد ودرېږي، دوی یې پر ضد ګام اخلي او دا ورته مهمه نه ده چې قانون په دې اړه څه وايي او څه پایلې لري. اوسنی حکومت د اشرف غني او له غرب څخه د څو راغلو کسانو د یوه شخصي شرکت بڼه لري چې پکې د هر ډول تصرف حق لري او هېڅوک یې د مخنیوي نه حق لري او نه هم صلاحیت. دوی د نورو چارو تر څنګ په پراخ مالي فساد کې هم ښکېل دي او له دې امله په هغو ادارو کې چې عایداتي دي او یا هم مالي منابع لري، باید پوره د دوی واکمني وي. پر دغو ادارو د دوی واکمني له دوی سره مرسته کړې چې لا زیات فساد وکړي، د دې وطن شتمنۍ لوټ کړي او خپلو اصلي هېوادونو ته یې ولېږدوي.

ولس باید نور د دغو خپلسریو، ناقانونۍ، فساد او  ظلم پر ضد ودرېږي. که دا خلک لا نور واکمن وي او همداسې کړنې یې دوام وکړي، نو نه یوازې لا زیاتې ملي سرچینې به لوټ شي، بلکې نظام او سیستم به داسې تخریب شي چې بیا به یې جوړول خورا ستونزمن وي.

Previous Post

د جو بایډن وینا افغانانو ته څه لري؟!

Next Post

سامسُنګ ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سامسُنګ ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل معرفي کړ

سامسُنګ ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سمنګان؛ د ډبرو سکرو کان کې ۳۵ کان کیندونکي مسموم شوي

سمنګان؛ د ډبرو سکرو کان کې ۳۵ کان کیندونکي مسموم شوي

جون 14, 2023
یو این ایچ سي ار: د کډوالو را ستنېدو بشري بحران رامنځته کړی دی

یو این ایچ سي ار: د کډوالو را ستنېدو بشري بحران رامنځته کړی دی

اگست 31, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved