چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د قواوو که د افرادو ټکر؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2020
in تبصرې
0
د قواوو که د افرادو ټکر؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ولسي جرګې د غړو ترمنځ پر یو بل له پرله پسې تورونو وروسته پرون ولسمشر د جرګې له اداري پلاوي سره وکتل. لانجه هغه وخت پیل شوه چې ولسمشر د کابل د امنیت د ستونزې حل خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره او ورو ورو پسې دا صلاحیت زیات شو. دا لانجه له هغه وروسته پراخه شوه چې امرالله صالح ولسي جرګه پر فساد تورنه کړه او جرګې یې پر وړاندې توند دریځ ونیوه چې تر اوسه پورې هم لانجه روانه ده.

په دې لانجه کې ځینې کسان د ولسي جرګې او ځینې بیا د ولسمشر د لومړي مرستیال ملاتړ کوي او پر حقه یې ګڼي، خو د لانجې اساسي عوامل څه دي؟ دا رښتیا هم د مقننه قوې او اجرایه قوې ترمنځ ټکر دی او که د افرادو د ګټو ټکر؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ولسمشر لومړی مرستیال واک ته له رسېدو سره سم هڅه کوي چې خپل سیاسي مخالفین وځپي او له همدې امله د هغو صلاحیتونو اخیستو ته تمایل لري چې پکې کولی شي خپلو سیاسي مخالفینو ته ضربه ورکړي. هغه له سیاسي مخالفینو سره په مخالفت، ضد او کینه کې مخینه لري او له خبرو او کړنو یې له دې کار سره لېوالتیا ښکاري. کله چې هغه ته د کابل د امنیت او بیا نور صلاحیتونه وسپارل شول، نو یو اصلي هدف یې دا و چې له دې لارې خپل مخالفین وځپي. البته دا په دې مانا نه ده چې د هغه مخالفین نو ستونزه نه لري، خو صالح تر ډېره دې چارې ته د سیاسي او شخصي مخالفت له زاویې ګوري. صالح په دې لانجه کې ځکه اوس برلاسی ښکاري چې یو خو حکومتي واک او زور لري او بل یې مخالفین په ګڼو ناقانونه کارونو کې ښکېل دي. سیاسي مخالفین یې چې د نوموړي د کارونو او پروګرامونو مخالفت کوي، د هغو هم لامل دا نه دی چې ګواکې صالح ناسم کار کوي یا د صالح کار د هېواد په زیان دی، بلکې د صالح کړنې د دوی مشروع او نامشروع ګټو ته ګواښ دي. په دې ډول د امرالله صالح او د هغه د سیاسي مخالفینو ترمنځ چې یوه برخه یې په ولسي جرګه کې دي، د ګټو ټکر راغلی دی. دا وروستۍ لانجه د ولسي جرګې او اجرایه قوې ترمنځ لانجه نه ده، بلکې د امرالله صالح او د هغه د سیاسي مخالفینو ترمنځ لانجه ده چې ګټې یې سره ټکر شوي او دواړه لوري یو د بل د ځپلو لپاره له خپلو موقفونو ګټه اخلي.

د ولسي جرګې او امرالله صالح لانجه د دوی د شخصي او سیاسي ګټو لانجه ده او په دې کې یو لوری هم سلامت نه دی. له بده مرغه دلته له دولتي ځواکه د خلکو د ګټو لپاره نه، بلکې د خپلو سیاسي او شخصي ګټو لپاره استفاده کېږي او دلته د ولسمشر له لومړي مرستیاله تر وکیله، ټول د خپلو ګټو لپاره د ولس په سترګو کې خاورې شیندي، ښایسته شعارونه ورکوي، خو کارونه یې د شخصي موخو لپاره دي. پکار ده چې ارګ نور دا ډرامه بنده کړي او که رښتیا هم د زورواکو او مفسدینو پر ضد ګام اخیستل کېږي، نو له ارګ، امرالله صالح او د دوی له سیاسي متحدینو باید پیل وشي او بیا پکې د وکیلانو په ګډون ټول زوراکي او مفسدین راشي. له دې پرته دا د شخصي ګټو ټکر دی او خلک پوهېږي چې د لانجې اړخونه د ولس په غم کې نه دي.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال د پکتیا د جلغوزو حاصلات لس سلنه زیا شوي

Next Post

وکیلان: د ولسمشر غني په ګډون هېڅوک باید د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
وکیلان: د ولسمشر غني په ګډون هېڅوک باید د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي

وکیلان: د ولسمشر غني په ګډون هېڅوک باید د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي

په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي

مارچ 28, 2024
لوېدیځو هېوادونو؛ له کابل هوايي ډګر څخه د اتباعو ايستلو عمليات پای ته رسولي

لوېدیځو هېوادونو؛ له کابل هوايي ډګر څخه د اتباعو ايستلو عمليات پای ته رسولي

اگست 28, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved